Get Mystery Box with random crypto!

غزل امن راغلی د ژوندون نوې ښکلا راغلې په پر هاري شونډو مو ش | العصر بصري څانګه

غزل

امن راغلی د ژوندون نوې ښکلا راغلې
په پر هاري شونډو مو شکردی خندا راغلې

بسّته راځه نور ته هم راشه خپل وطن ته یاره
اوس طوطکۍ دلته د امن تر درګا راغلې

څه د خوښی د ویصال زېري له بهاره راځي
خزان وهـــلو سرو غــوټیو ته نڅا راغلې

احساس د میني اولسونو کي دي ښه ګرم کړ
په مړاوو زړونـو کې خـوښي بې انتها راغلې

محسن طالبه ستا به تل دغه احسان منمه
ستا په راتلو سره مو ژوند کې نوې ساه راغلې

محسن احسان