Get Mystery Box with random crypto!

نعت شریف ژونــد هغه دی ستا پـه مینه چـــي ودان وي یـاهــم ستـ | العصر بصري څانګه

نعت شریف

ژونــد هغه دی ستا پـه مینه چـــي ودان وي
یـاهــم ستـا لــه پاکـي میني نـه قـربان وي

چـي یي ستا دعشق ډیـوې زړه کـي وي بلي
پـر هغه بانــدي رحمت دپــاک سبحانﷻ وي

هــم دنیا هــم آخــرت کــي بـه کامیاب وي
څوک چــي ستا پر نقش قـدم باندي روان وي

دالله ﷻ نــصــرت به تــل ورسـره مل وي
هغه څوک چــــي داصــحــابــو لارویان وي

چي کوم زړه داستا وصال باندي سیراب شي
هـفـه زړه بـانــدي به پاته کـــوم آرمان وي

ای.احــمــد الـیـاسـه.هـغـه بــخــتــور دي
چــي مـیـن پـر مـحـمـد ﷺ آخـِر زمان وي

احمدالله الیاس