2022-01-17 20:15:51
" ناکامه مينه "
لومړي برخه:
په يو کوچنی ښار کې شان وشوکت داره کورنۍ چې لويي بنګلي او شنو ځمکو خاوندان وه , خو په دومره جايداد سره سره دغې بنګلي کې يوې ښځې او خاوند چې يو زوي او يوه لور يې درلوده ژوند کوي .
دزوي نوم يې سعيد او لور نوم يې هوسۍ وه .دغې کورنۍ دخپل ثروت په خاطر ډېر نوم ونشان درلود او هرچا به ورته په درنه سترګه کتل.
ددغي کورنۍ په څنګ کې يوې کورنۍ چې فقیر خلک وه خو دمينې څخه ډک ژوند يې درلود ژوند يې کوي. دسعيد کورنۍ به هر وخت ددې فقيري کورنۍ سره مرسته کول ان که کوم خواړه ورڅخه پاتې شوي وای نو دسعید کورنۍ به دغې فقيري کورنۍ ته راوړه . هروقت به دسعيد مور او خور ددې فقيري کورنۍ ليدو ته راتله . دغې فقيري کورنۍ يوه لور دزرڅانګې په نوم درلوده چې دهوسۍ همزولې وه , هوسۍ او زرڅانګه ډېري ښه ملګري شوي وي دواړي يو ځاي ښوونځي ته تلي. هوسۍ هر به هر وقت دزرڅانګې دوي کورته خواړه او څه نور شيان راوړه .
يوه ورځ چې دسعيد دوي کورنۍ غرمه ډوډۍ وخوړله نو د دوي څخه هغه خواړه چې اضافه شوي وه مور يې دسعيد څخه غوښتنه وکړه چې خواړه دې دزرڅانګې دوي کورته يوسې . سعید ټنبلي کول چې زه نشم کولی , زما خور هوسۍ دې يوسې . هوسۍ ويل چې زه امتحان لرم ته يې يوسه! سعيد هم ددوي خبره ومنله, خواړه يې واخيسته دخپل کوره ووتی , دزرڅانګې دوي دکور خواته روان شو ټاکنډه غرمه وه دلمر سترګه ځليده , ځينو ځايونو کې دونو سيوری ځمکې باندې لويدلی وه , دی يوې خواته دديوال سيورې ته ودريدی.دزرڅانګې دوي دروازه يې وټکوله ددروازې ږغ شو چې دزرڅانګې مور ددروازې په اوريدو سره هغې ته وويل لورې ورشه وګوره چې څوک دروازه ټکوي ورور دې هم نشته چې دروازه خلاصه کړي ! زرڅانګه ولاړه ددروازې شاته يې غږ وکي ; څوک يې؟ سعيد ځواب ورکړ ستاسې ګاونډ يم دغه خواړه مې مور راکړي . کرپ شو زرڅانګې دروازه خلاصه کړه چې خواړه دهغه څخه واخلې , زرڅانګې دروازې شاته ځان پناه کړي وه کله چې دروازه يې خلاصه کړه , ناڅاپه دسعيد سترګي پر هغې ولګيدي دزرڅانګې پر سر سور پورنۍ وه دپورنې څوکه يې تر دروازې شمال وهل دهغې بورې خمارې سترګي , لنډي ورځې وي تور ويښتيان يې دپورنې څخه راوتلي وه پر غنمرنګه مخ يې يوې خوا بلې خواته شمال وهل. هغه وخت ده داسې فکر وکړ چې زمان ځاي پر ځاي ولاړ دی او دنړۍ تر ټولو لوی قدرت دده په مخ کې دی, په هغه ژبه چې هر څوک پرې پوهيدی نشي دی پرې پوه شو هغه ژبه چې یوازې سپيځلي زړونه پرې پوهيدی شي , چې هغه دميني ژبه ده.
زرڅانګه دلمر دپلوشو غوندې ځليده . هغې خواړه دسعيد څخه واخيسته سترګي یې دحيا نه پورته هم نه کړي سعيد يې هيڅ ونه ليده کرپ شو دروازه يې ورپسې وتړل.
نوربيا......
82 viewsMaiwand, 17:15