Get Mystery Box with random crypto!

لیونیان

لوگوی کانال تلگرام lewanian — لیونیان ل
لوگوی کانال تلگرام lewanian — لیونیان
آدرس کانال: @lewanian
دسته بندی ها: غذا
زبان: فارسی
مشترکین: 1.59K
توضیحات از کانال

بایسکل چی حج ته بوزی نو بازارته به په چیشی ځی😆
ها ښځې دې دسې ځي، آ ښځې دې دسې ځي!😝
یوه دانه اخلی سودا څلور ورسره هسی ځی😒
ها ښځی دی دسی ځی ها ښځی دی دسی ځی!😝

Ratings & Reviews

4.00

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

1

4 stars

0

3 stars

1

2 stars

0

1 stars

0


آخرین پیام ها 10

2022-01-19 13:37:08 دعا

خدایه زړه کي مي لږستا دنُور جلوه راوله
څه هوسایی مي په دي ستړی ژوندانه راوله

چي مي زړه کي ستا یاد ګرځي سترګی نم وي
خير په ما هم لیوني دعشق څپه راوله

زه خیرات شم صدقه شم ستاله نومه دي لوګی شم
داسي وخت پر ما غریب سبحانه ته راوله

ماتري ساته ستا دښمن زما دښمن دی خدایه
زورواکي مي پرشیطان باندی پوره راوله

خیردی ما غریب هم په ځان مئین کړه
دهمت زړه کي نور ستا دعشق خواږه راوله
193 viewsMaiwand, 10:37
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 12:09:26 ‏يو کس ته چا ويلي ؤ چې مېرمن دې سېلاب وړې،
هغه تر لنډې خندا وروسته ويلي: ما پخوا ويلي وو چې باران د خداى رحمت دى
203 viewsMaiwand, 09:09
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 11:08:59 اې..
له خدایه!
داسی څوک مه غواړه چی نړۍ درکړې
داسی څوک وغواړه
چی تا په نړۍ ورنکړی...!!

کنه م
209 viewsMaiwand, 08:08
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 07:41:02 پـه ژړامـی دتمـصیل الـزام لګیــږی
راتـه ایښـی بـی جسـده جـنازه ده

میوند
236 viewsMaiwand, 04:41
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 07:41:02 مات زړه
پيوند نه اخلې
که يې هر څومره و ګنډي
بيا هم
چړيکې او درد
بديل نه لري...!

میوند
228 viewsMaiwand, 04:41
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 07:41:01 د وخت په څیر
مهـم او با ارزښته اوسه
چې
هــــر څوک دې
په تګ پسې ارمــــان وکړي...!!!
میوند
211 viewsMaiwand, 04:41
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 07:41:01 ډېرې ګيلې…!
اوډېر جنګونه…!
د ډېرې مينې او ګرانښت نښه ده…!!

میوند
195 viewsMaiwand, 04:41
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 06:42:08 د پنځو کارونو په کولو کې تلوار کوه..!

حضرت حاتم الآصم (رحمه الله) وايي: په کارونو کې تلوار او عجله کول، خو د شیطان کار دی، لکن د پنځو کارونو په کولو کې تلوار او عجله کول د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) طریقه او سنت ده:
ـ کله چې مېلمه د چا کور ته ورشي، هغه ته په تلوار سره ډوډۍ ورکول.
ـ کله چې یو کس مړ شي، د هغه د کفن او تکفین په باره کې تلوار کول.
ـ کله چې د چا لور پېغله شي، هغه په تلوار سره په نکاح ورکول.
ـ کله چې د چا څخه قرض واخیستل شي، هغه قرض بیرته په تلوار سره اداء کول.
ـ کله چې د یو انسان څخه یوه ګناه وشي، په هغه ګناه باندې په تلوار سره توبه ایستل.
دا پنځه هغه کارونه دي چې مسلمان يې باید په تلوار او عجلې سره وکړي، ځکه چې ددې کارونو په تلوار کې الله تعالی انسان ته ثواب ورکوي، بلکې الله تعالی پرې خوشحالېږي او د خپل بنده څخه راضي کېږي.
پنځه کارونه
عجله او تلوار
206 viewsMaiwand, 03:42
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 06:40:04 ╭═✦ ↓ ꙮ ↓ ✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦ ↑ ꙮ ↑ ✦═╯




په یو حدیث شریف کې راځي چې د بدبختۍ څلور نښي دي.
اول له سترګو څخه اوښکي نه راتلل
دوهم. د زړه سختي
دریم. اوږده امیدونه ساتل
څلورم. د دنیا حرص کول.
معارف القران. ج ۵ ص ۲۷۹



ـ
194 viewsMaiwand, 03:40
باز کردن / نظر دهید
2022-01-19 06:03:13 لاس راکوه چي کلى پريږدو
زخمي زخمي زړه به تر کومه ګرځومه
میوند
199 viewsMaiwand, 03:03
باز کردن / نظر دهید