Get Mystery Box with random crypto!

لیونیان

لوگوی کانال تلگرام lewanian — لیونیان ل
لوگوی کانال تلگرام lewanian — لیونیان
آدرس کانال: @lewanian
دسته بندی ها: غذا
زبان: فارسی
مشترکین: 1.59K
توضیحات از کانال

بایسکل چی حج ته بوزی نو بازارته به په چیشی ځی😆
ها ښځې دې دسې ځي، آ ښځې دې دسې ځي!😝
یوه دانه اخلی سودا څلور ورسره هسی ځی😒
ها ښځی دی دسی ځی ها ښځی دی دسی ځی!😝

Ratings & Reviews

4.00

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

1

4 stars

0

3 stars

1

2 stars

0

1 stars

0


آخرین پیام ها 7

2022-03-02 21:56:55 د حلالې میني مخفف دادې

چې په سجده کې له خپل رب سخه

او په ناسته کې له خپل پلار سخه وغواړې
مـــیوند
41 viewsMaiwand, 18:56
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 21:56:55 اوښکى د سترګو په سينه راتوى شوي؛
د يو چا غم راباندى زور کړى وو
مــــیوند
41 viewsMaiwand, 18:56
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 16:48:18 ‏دا هم صدقه ده
چې کوم غمجن
او پرېشانه ملګری ووینې
نو هغه ته د ډاډ ګېرني خبري وکړې ...!!
مــــیوند
114 viewsMaiwand, 13:48
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 16:48:17 *مسلمانو فرهنګي مبارزينو ته:*
ــــــــــ
هغه وخت چي بهرنیانو حضور درلود او د ديموکراسۍ فاسد نظام حاکم وو تاسو په خپل قلم او خوله باندي ددې لپاره مبارزه کول چي اسلامي نظام راسي او د غربي ښکېلاک ټغر ټول سي، اوس چي الحمدلله اشغال ختم سو او اسلامي نظام حاکم سو نور باید ستاسو د مبارزې تمرکز د همدغه نظام پر سمبالښت او بقاء باندي وي او خپل تاند قلم او جذباتي ژبه د هغو کسانو پر ضد وکاروئ چي زموږ همدغه اسلامي نظام ته خنډونه جوړوي يا زموږ د ولس امنيت ګډوډ کوي لکه داعش، غله، اختطافګر او نور مفسدين.
همداسي د نوري اسلامي نړۍ پر بې تفاوتۍ او ځينو بهرنيو هیوادونو پر بې انصافۍ ليکني وکړئ تر څو زموږ ولس په سیاسي لحاظ ویښ پاته سي او یاد هیوادونه خپلو غلطیو ته متوجه سي.
کله چي په هیواد کي د ټوپک چلېدلو وخت وو زموږ مجاهدينو داسي وچلوی چي ټوله نړۍ یې ځان ته حیرانه کړه؛ نن چي ستاسو د قلم چلولو وخت دی تاسي بايد خپل قلم داسي وچلوی چي نړۍ ځان ته حیرانه کړی او په نړیواله سطحه داسي سیاسي بدلون راوړی چي هیواد مو لکه لمر غوندي وځليږي.
مولوي نورالحق مظهري
106 viewsMaiwand, 13:48
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 14:43:56 #د_لوړ_قدې_انجلۍ_د_کتاب_لسمه_برخه

سلام سهار پخېر!

له خوب خو را ویښ شوی نه یې؟

تاته وایم،ځواب را احمدوو ځواب را

اوفففف نو دا څه رقم خوب دی؟

د حنا له لوري ډېر پېغامونه راغلي ول د اخري پېغام په غږ را ویښ شوم.

سترګې مې له خوبه ډکې وې. یو خو چې په ژمي کې له خوب را ویښ شې پوره نیم ساعت په حال وي سړی زه هم زنګېدلی له خوبه راجیګ شوم حنا ته د دې پر ځای چې ولیکم هو حنا ورته مې لیکلي ول هو پلار جانه را ویښ شوم ځکه هره ورځ پلار را ویښولم

ههههههه له اوږدې خندا ورسته یې لیکلي ول.
زندګي مې لکچې اوس هم په خوب کې یې ته دې پېغام وګوره چې څه دې لیکلي؟

د حنا د پېغام په لیدو مې له سترګو خوب والوته، خپل پېغام مې وکاته په خندا شوم ورته مې وویل هو والله په خوب کې وم ځکه مې د حنا جانې پر ځای پلار جان لیکلي ولی.

هېڅ خبره نشته،هله نو چمتو شه چې لمونځ قضا کیږي تمرین ته به هم ځې یو خو زر را ویښ نه شوې قواره ګک مې په ما دې هم نا وخته کړه .

خا خا پلاره سمه ده.

احمده څنګه شو لمونځ دې وکړ؟
احمده ځواب را څه شوې احمدوو بیا ورک شوې؟

دا یم نه یم ورک شوی لمونځ مې کوو.

زر شه زه دا دی حرکت کوم ته هم روان شه.

سمه ده بدرنګې.

ای احمده دا بدرنګه راته مه وایه دومره خو بدرنګه هم نه یم لکه څومره چې ته راته هر ځل امدا بدرنګه او بدرنګه وایې هن

اوف د انجونو دغه کارونه دي نو سهار وخته کې دې نازونه شروع کړل مړااا قوارې له نازه یې درته وایم

ای بدرنګې په لاره لاره راته ځواب راکوه اسې ناااا څوک دې ونه تختوي.

ناااا قواره ګک مې ته بې غمه شه.

ښه سمه ده پخېر ورسیږې.

احمده دا دی له کور څخه مې حرکت وکړ رکشه کې تر چوکه پورې ځم هلته بیا د پوهنتون موټر راځي.

اوففف احمده دلته د عبداالله په چوک کې په تم ځای کې ولاړه یم له یوې خوا پوهنتون نا وخته دی او له بلې خوا دا د پوهنتون موټر اوس ورک دی.

حنا ته پېغام کې خپل احوال راکوه که مې وخت پېدا کړ د تمرین په وخت کې دې هم پېغام ګورم د اوس لپاره ښه وخت لږ انتظار وکړه موټر به راشي زه هم دا دی کلپ ته ورسېدم، په ځان پام کوه!

خو ژوند مې که وایې د تره زامنو ته مې زنګ ووهم ننګرهار کې پوهنتون کې دي او هره ورځ له لغمان څخه موټر کې راځي که وایې هغوې به دې راوړي له ځان سره؟

نااا احمده که بله ورځ تللم بیا یې درته وایم.

ښاااا سمه ده زه به دې شمېره ورکړم ډېر ښه هلکان دي یو یې شریعات پوهنځي کې دی او بل یې ژورنالیزم کې که څه خبره یا کار و بیا ورته ووایه.

سمه ده ور یې کړه چې زنګ یې وکړ ورسره به اړیکه کې شم.

سمه ده زندګي مې.

احمده دا دی موټر راغی ته دې تمرین وکړه زه احوال درکوم.

زه په تمرین کولو بوخت شوم خو حنا د لارې ټول حال راته په پېغام کې لکه د یوې رسنۍ کارمنده چې وي او د پېښې له ځایه رساااا غږیږي وخت په وخت لیکل.

احمده، دا دی د عزیز خان کڅ ته ورسېدو، دلته د اروښاد ګل پاچا الفت مکتب ترڅنګ یو ډله خلک ولاړ دي او د خلکو پر مخ یې لاره بنده کړې ته صبر زه پوښتنه وکړم څه خبره ده؟

احمده د خلکو په وېنااا په دې سیمه کې د نا پېژنده کسانو لخوا د دې سیمې له خلک او د لارې موټرونه په غېر قانوني ډول تلاشي کیږي.
نو ځکه خلکو لاریون کړی او لاره یې د خلکو پر وړاندې بنده کړې تر څو غږ یې حکومتي چارواکو ته ورسیږي.

نو ځکه مونږ هم په ډېرې سختۍ له دې ځای څخه را تېر شو.

احمده زه پوهنتون ته ورسېدم کله چې رخصت شوم بیا خبرې کوو په ځان دې پام کوه ژوند مې.

کله چې له تمرین خلاص شوم د حنا ټول پېغامونه مې ولیدل ځینو ته مې ډېر وخندل.

د مینې سلسله روانه وه د پېغام کول او ځوابول مې لکه دنده داسې عدات ګرځېدلی و.

کله به چې د حنا ټېلفون یوه شېبه هم بند شو ډېر زیات به خواشینی وم.

یوه شپه مې ورته ولیکل.

#له_سر_غړونکو_سره_قانوني_چلند_کیږی


مـــــیوند
114 viewsMaiwand, 11:43
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 12:34:24
ايا پوهيږي دغه انځور والا شخص څوک دى؟
زه يې درپيژنم!
دا د ملي اوردو عسکر دى، يو کال د مخه يې په هلمند ولايت کې څو تنه ط البان په جګړه کې شهيدان کړل، بيا په ټاګونو پسې وتړل او تر قرارګاه يې راکشول، کله يې چې قرارګاه ته ننويستل نو د لرګي تبرګى يې پسې راواخيست د ط البانو مبارک جسدونه يې په تبرګيو ووهل او ټوک ټوک يې کړل٠
آيا فرعون به داسې ظلم کړى وو؟
نا هيڅکله٠
ماسره اوس هم ګيلري کې دا ويډيو شته!
ط الب چې نن خپل نظام ته دومره ژمن دى، د هغوى ملګري دغه شان په تبرونو وهل شوي، شکنجه شوي، زنداني شوي٠
قسم درته کوم چې ټول هيواد لوټه لوټه کيږي دا سپين بيرغ به د هيواد ملي بيرغ وي٠
121 viewsسرباز امارتی, 09:34
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 12:24:21 له سختیو مه ویریږه ، سختي انسان کلکوي،

په دیوال کې هغه میخونه کلک وي چې کلک ګوزارونه یی خوړلي وي



ـــــــــــــــــــــــــــــــ

…...…,•’``’•,•’``’•,
…...…’•,’ ’  ,•’
...…….. ’•, ,•’,•’``’•,•’``’•,
,•’``’•,•’``’•,....’•,’   ,•’
’•,’ ’ ,•’….... ’•, ,•’
   ’•, ,•’

#دلیونیانو_څانګه
   ☆☆☆ Ꮮᵉʷᵃⁿ🅘ᵃⁿܠܝ࡙ߺ‌᠀ࡅ߭ܝ࡙ߺߊ‌ࡍ߭
┇ ┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ♡@lewanian
♡@lewanian
123 viewsحاجی رئیس, 09:24
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 07:35:35 د یوې مور جالبه کیسه!
په لوستلو ارزي.

یوه مور چې په سترګو ړنده وه د خپل ناروغه زوې د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې،
پدې وخت کې یوه ملایکه راغله، مور ته يې وویل:
#اې_مورې! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟
مور ملایکې ته وویل:
له الله ﷻ څخه غواړم چی زما زوې ته شِفا ورکړي. ملایکې وویل: پښېمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!
الله تعالی یې زوې ته شِفا ورکړه.
ملایکې وویل:
مورې زوې دې روغ شو، خو تا کولای شول چې د خپلو ړندو سترګو د روغتيا غوښتنه دې کړې وای.
د یو څه مودې په تېرېدو سره یې زوې مور ته وویل:
مورې! زما مېرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې.
مور يې له کور څخه ووتله او په یو ځای کې یواځې کښېناسته او په ژړا بوخته شوه، پدې وخت کې ملایکه بیا راغله او مور ته يې وويل:
ودې لیدل چې ستا زوې له تاسره څه وکړل؟
اوس پښېمانه شوې؟
غواړې ورته ښېرا وکړې؟
مور وویل: نه پښېمانه نه یم او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهېږې؟
ملایکې وویل:
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی، له الله ﷻ څخه د خپلو سترګو لید غواړې؟
مور په ډاډ سره وویل نه! ملایکې وویل نو څه؟
مور ځواب ورکړ:
له الله ﷻ څخه غواړم چې انګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چې زما زوې بختور کړي، ځکه زه نوره هلته نه یم چې له خپل زوې څخه څارنه وکړم.
د ملايکې له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي د مور په سترګو کې ور توې شول د مور سترګې روغې شوې او دید یې پیدا کړ.
کله چې مور د ملایکې اوښکې ولیدلې، ورڅخه يې وپوښتل:
ملایکې هم ژاړي؟
ملایکې وویل: هو!
خو ملایکې یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.
مور پوښتنه وکړه:
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملایکې ځواب ورکړ هو:
الله ﷻ همدا شېبه په لېوالتیا د خپل خلقت چې نوم يې مور ده ژاړي، یعنې کله چې مور ژاړي، الله ﷻ هم ژاړي.
سبحان الله
151 viewsحاجی رئیس, 04:35
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 06:14:07 خادم کتابتون kahdem Library
هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي
پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي،
مقصد مو د مطالعې عام کول دي.
تبادله لپاره
@kahdem040

https://t.me/KhademLibrary
130 viewsسرباز امارتی, 03:14
باز کردن / نظر دهید
2022-03-02 05:32:56 توره نجلۍ ناول
دیارلسمه برخه⑬
121 viewsحاجی رئیس, 02:32
باز کردن / نظر دهید