Get Mystery Box with random crypto!

لیونیان

لوگوی کانال تلگرام lewanian — لیونیان ل
لوگوی کانال تلگرام lewanian — لیونیان
آدرس کانال: @lewanian
دسته بندی ها: غذا
زبان: فارسی
مشترکین: 1.59K
توضیحات از کانال

بایسکل چی حج ته بوزی نو بازارته به په چیشی ځی😆
ها ښځې دې دسې ځي، آ ښځې دې دسې ځي!😝
یوه دانه اخلی سودا څلور ورسره هسی ځی😒
ها ښځی دی دسی ځی ها ښځی دی دسی ځی!😝

Ratings & Reviews

4.00

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

1

4 stars

0

3 stars

1

2 stars

0

1 stars

0


آخرین پیام ها 18

2022-01-03 06:37:36 دیوه ځوان او یوې پیغلې خونداوره کیسۍ
راسره ولولۍ

ځوان په یوه تحصیلي بورس کې امریکې ته لاړ، له تلو سره سم یې له یوې انجلۍ سره مینه پیدا شوه!!
تل به یوځای ګرځیدل، شراب یې څښل او عبسیاتو کې اخته وو، هلک له پلار نه وپوښتل چې دغې انجلۍ سره واده کوم؟؟
پلار یې د دین پوښتنه ځینې وکړه؟
هلک ویل چې هغه دین نلري ملحده ده!!
پلار یې ویل واده به ورسره نه کوې مګر دا چې هغه مسلمانه شي، کله چې انجلی خبره شوه، هلک ته یې ویل ستا لپاره مسلمانیږم!!
هلک لاړ او د اسلامي مطالعې کتابونه یې ورته راوړل، او انجلي په مطالعه پیل وکړ!!
هلک د شیبو په انتظار وو، هر وخت به یې ترې پوښتنه کوله ، درې میاشتې وروسته د انجلی اسلامي حجاب پر تن وو او زیری پرې وکړ چې مسلمانه شوې!! هلک ډیر خوشحاله شو او د واده کولو موضوع یې بیا یاده کړه؟؟
انجلی ځواب ورکړ اوس له تاسره واده نه کوم، ځکه هغه څه چې مې په اسلام کې ولوستل په تا کې نشته، ته خو اصلا مسلمان نه یې، نو ځکه زه غواړم له یوه مسلمان سره واده وکړم!!


پوه نشوی در وه پوهیدم




مینه کوچی @MenaKochi

@lewanian |≥
216 viewsمینه کوچی Mena Koch, 03:37
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 06:33:10 ‏دجانان غمه پخیر راغلي

زړه مي پښتون دي میلمه نه خفه کوینه





مینه کوچی Mena Kochi

@lewanian |≥
180 viewsمینه کوچی Mena Koch, 03:33
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 06:33:08 ‏بالښت مې شته خوبونه نشته

ادې راویښه شه چې وکړو مجلسونه!




مینه کوچی Mena Kochi

@lewanian |≥
177 viewsمینه کوچی Mena Koch, 03:33
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 06:29:27
‏رب دې د ښې ورځې خاوند کړه

په مسله ناسته دُعــا درته کـــومـه




مینه کوچی Mena Kochi

@lewanian |≥
179 viewsمینه کوچی Mena Koch, 03:29
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 06:26:46
په ما مئين جانان ته وايه
په ديدن موړ شوې که مخ بيا در واړومه



مینه کوچی Mena Kochi

@lewanian |≥
178 viewsمینه کوچی Mena Koch, 03:26
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 05:38:34 د زندان په زولنو دی خفه نه یم

که بندی را سره یار کړی څارنګواله




ـــــــــــــــــــــــــــــــ

…...…,•’``’•,•’``’•,
…...…’•,’ ’  ,•’
...…….. ’•, ,•’,•’``’•,•’``’•,
,•’``’•,•’``’•,....’•,’   ,•’
’•,’ ’ ,•’….... ’•, ,•’
   ’•, ,•’

#دلیونیانو_څانګه
   ☆☆☆ Ꮮᵉʷᵃⁿ🅘ᵃⁿܠܝ࡙ߺ‌᠀ࡅ߭ܝ࡙ߺߊ‌ࡍ߭
┇ ┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ♡@lewanian
♡@lewanian
188 views◁͢͢͞͞ اسحاقزای صاحب ̽̽̽̽͞͞͞ ▼ⷯ͞ ᷡ ⷯ, 02:38
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 05:38:34 اسپتال کی می چی اخ ور پسی وکړی

ډاکتر غلی پلار ته وویل زوی دی غرق دی





ـــــــــــــــــــــــــــــــ

…...…,•’``’•,•’``’•,
…...…’•,’ ’  ,•’
...…….. ’•, ,•’,•’``’•,•’``’•,
,•’``’•,•’``’•,....’•,’   ,•’
’•,’ ’ ,•’….... ’•, ,•’
   ’•, ,•’

#دلیونیانو_څانګه
   ☆☆☆ Ꮮᵉʷᵃⁿ🅘ᵃⁿܠܝ࡙ߺ‌᠀ࡅ߭ܝ࡙ߺߊ‌ࡍ߭
┇ ┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ♡@lewanian
♡@lewanian
192 views◁͢͢͞͞ اسحاقزای صاحب ̽̽̽̽͞͞͞ ▼ⷯ͞ ᷡ ⷯ, 02:38
باز کردن / نظر دهید
2022-01-02 09:50:30 خبرو دې باور نه راځي موبایل ته ډیکه ورکړه تنور ته یې خطا کړه ، هغې موبایل ورکړو ورته یې وویل صفحه یې خلاصه کړه بیرته یې ځینې واخیستو خپل عکس یې ډیلیټ کړو بیا یې وویل : که غواړې دې کور کې دې عزت وشي نو خپله باعزته وسه ، داسې څه مه ګوره او مه یې وایه چې عزت دې ورسره خراب شي ، هغه وویل : غواړم واده درسره وکړم ، بله نیشتې ځواب ورکړو ځې که چیغې ووهم ؟ هغه بیا وویل سمه دی تلی خو نشم ځکه اوس راغلم بابو او پلار به څه وایې چې دا هلک ولې ځي راځي ، هغې وویل داسې چې دی بیا نو غلی کینه ، آرش ورغبرګه کړه ستا نوم څه عجیبه ندی بله نیشته ؟ یعنې څه ؟ هغې له ځنډ روسته وویل : مونږ ۸ خویندې یوو تر ټولو کشره یې زه یم ، زه چې پیدا شوم د کلي زړو ښځو مې مور ته ویلي وو بله نیشته نوم ورباندې کیږدی بل ځل به خدای زوی درکړي، آرش په حیرانتیا وویل هاااا خو دا څه مانا ؟ هغې وویل همدا چې دې پسې بله جینۍ نشته ، اوښکې یې په ڼستونې پاکې کړې او د ښایست شغلې یې تنور ته ورښکته کړې ګرمه ډوډۍ یې راوویسته ، هغه یو ځل بیا وویل د زړه نه غواړم واده درسره وکړم ، بله نیشتې په زوره نارې کړې #بابوووو
، آرش ژر د تناره له سره ټوپ کړو د انګړ دروازې طرف یې چبک چبک ګامونه وخیستل ، هغې بیا نارې کړې بابو بخار شپیلک نیولی درسره یې ښکته کړه ، دې خبرې سره آرش ودریدو رنګ یې زیړاوښتی ؤ بله نیشته له ډیرې خندا سره شنه کېده ، دی یې څنګ ته راغئ بیرته کیناستو ژوره ساه یې واخیسته بیا یې وویل هسې زه د چا یریږم نه په دې ټول کابل پوهېږي ، هغې وویل هو کابل پوهېدو اوس زه هم خبره شوم بیا یې وخندل ، آرش دا ځل جدی وویل غواړم واده درسره وکړم ، که ستا رضایت وي او زړه دی وي ، هغې وویل لطفا دې باره کې ماسره نه بابو سره خبرې وکړه ، هلک بیخي بې اندازې خوشاله شو ځکه همدا خبره د بله نیشتې رضایت په مانا وه ، پلار یې خوب لپاره بام ته ختلو آرش ته یې وویل : سهار وختې پاڅېګه بیرته کابل ته ځو ، آرش وویل اوس چې راغلي یو یو څه وخت لپاره به پاتې شو، پلار یې وویل :ستا هم درسونه پاتې دي زما هم کاروبار دی باید لاړ شو،آرش ځان سره سوچ وکړو چې سهار به موټر کې پلار ته د بله نیشتې په اړه هر څه ووایي ، سهار وختي آرش لمبل پلار یې موټر کې ورته په تمه ؤ موبایل ته یې زنګ راغئ دهٔ له تشناب څخه ورنارې کړې بله نیشتې ځواب ورکړه پلاره به مې وي وایې به ژر کوه ورته ووایه دا دې لګ پاتې راځم ، بله نیشتې موبایل ته ځواب ورکړو ، هغې وویل کاکا دا دې درغئ لږ صبر ، خو د کاکا په ځای یوې جینۍ غږ ولړزوله هغې ویل : شما کی هستید آرش کجاست ؟ موبایل یې بند کړو آرش له حمام راووتو ژر ژر یې وښتان یو خوا واړول ویې وویل : ورته دې وویل دروځئ ؟ بله نیشتي په ژړغونې غږ وویل کاکا نه ؤ کومه چنګړۍ وه په فارسۍ غږیده نه پوهیدم څه یې ویل خو ستا نوم یې واخیستو همدې سره د دروازې په لور روانه شوه ، آرش موبایل ته وکتل ګوري چې ګلثوم زنګ وهلی ؤ ، ژر یې بله نیشته له لاسه ونیوه ورته یې وویل صبر هر څه درته وایم خو هغې مخ ته په څپړې ووهلو ورته یې وویل زه خو څه کابلۍ ډمه نه یم .....
کابل ته په رسیدو سره یې سم انټرنټ کار شروع کړو ، سم دلاسه یې واټس آپ ته د ګلثوم مسجونه یو بل پسې راتلل ، هغې لیکلي ؤ :
#فارسۍ_څخه_ژباړه
د درواغو تسلي نوره نشم درکولی ، زه مې ټولګې کې یو ټولګېوال سره مینه لرم ، هیله لرم ما سره دې وخت ښه تیر شوی وي او ځان ته یوه بله ښایسته ملګرې ولټوې ، زما د لټولو هڅه ونکړې ، شمیره مې هم بدلوم او هو هیره دې نه وي له پخواني کور څخه مو کډه کړې هسې هلته په راتلو ځان سرګردانه نکړې




ـــــــــــــــــــــــــــــــ

…...…,•’``’•,•’``’•,
…...…’•,’ ’  ,•’
...…….. ’•, ,•’,•’``’•,•’``’•,
,•’``’•,•’``’•,....’•,’   ,•’
’•,’ ’ ,•’….... ’•, ,•’
   ’•, ,•’

#دلیونیانو_څانګه
   ☆☆☆ Ꮮᵉʷᵃⁿ🅘ᵃⁿܠܝ࡙ߺ‌᠀ࡅ߭ܝ࡙ߺߊ‌ࡍ߭
┇ ┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ♡@lewanian
♡@lewanian
152 viewsعبدالمالک کریمی, 06:50
باز کردن / نظر دهید
2022-01-02 09:50:25 زویه کوم څه دې پکار دی ؟ هغه ورخطا شو په لړزیدلي غږ یې وویل نه ، نه هیڅ مې ندي پکار ، کمال کاکا وپوښتل خورې بله نیشته او پلار یې نښکاري چیرته دي ، د آرش ایله لاړې تیرې شوې ځان سره مسک شو ویې ویل ایله مې د پلار د خولې سمه خبر واوریده ، بابو وویل : هووو پلار یې غرمې پټې ته تلی ؤ بله نیشتې اوس پسې چای وروړو ، آرش ژر ورغبرګه کړه ، پلاره درځه پاتی چای به کاکا سره نوشجان کړو ، هم به پټو خواته ورچکر شو ، پلار یې یابسم الله کړه پاڅیدل ، له کوره ووتل پلار یې ورغبرګه کړه ، دلته موبایل کار کوي هڅې کوټه کې موبایل نیغ نیغ کوې ، چاته که زنګ منګ وهې همدا یې وخت دی ، آرش وخندل بیا یې وویل : دا شیبې ډیرې ارزښتناکې دي کلی کور به وګورم زنګونه خو هر وخت وهلی شم ، پلار یې په خندانه لهجه وویل ما درته ویل کنه چې کلی داسې ځای دی یو څه ناڅه به دې خامخا خوښیږي لکه زړه دې ولګېدو ، د پولې هغې غاړې ته یې په بله نیشتې سترګې وغړېدې ، آرش سمدلاسه په #چیش #چیش وهلو نعرې شروع کړې پلار یې شاته وکتل په غوسه یې وویل دا د کابل کوڅې ندي ولې راته کار ګورئ ؟ آرش بې له ځنډه ځواب ورکړو هغه بله نیشته دی ، کمال کاکا ورنعرې کړي هغې وویل : چای مې وروړو زه ځم چې شپې لپاره کتغ غم وخورم ، آرش دوه کې حیران پاتې شو چې ما خو خپله پلار ته ویل راځه کاکا سره چای وڅښو اوس که ووایم کور ته ځو هسې نه شک راباندې وکړي ، ژر یې خپله خیټه ونیوله پلار ته یې وویل خيټه مې درد کوي ، پلار یې وویل هلته د پولې هغې غاړې ته ورشه کینه ، دهٔ په حیرانتیا وویل څه ؟ هلته ؟ نه زه کور ته ځم ، پلار یې وویل ها سمه دی هسې نه لار غلطه کړې بله نیشته هسې هم کور خواته ځي ته هم ورسره لاړ شه ، د ډیرې خوشالۍ نه یې چېغه ووهله پلار یې وویل څه کیسه دی ؟ آرش په ورخطایۍ ووې : کولمې مې ډیرې سختې سوځي ، لار یې سره جلا کړي ، بله نیشته مخکې او دی ورپسې دی ، له لګ ځنډ روسته یې صبر ونشو ورته یې وویل : لږه په قراره ځه ولې ورخطا یې ؟ بله نیشتې وویل : ستا لپاره تیزه تیره ځم ، په تا درد دی چې ژر ورسیږو سپرکۍ او بادیانو سره به ټک پطری شې
آرش وویل : اوس ښه شوم لږه ورو ځه اول ځل مې دی کلي ته راغلی یم پریده د دې هر څه نه خوند واخلم ، دواړه همداسې ورو ورو تر کوره لاړل ، له ډوډۍ ورسته یې کمال کاکا څخه وپوښتل : کاکا په بام ویده کیږئ که دلته لاندې ؟ هغه وویل که میاشې تنګول نه کوي بام به لږ یخ وي ، بیا یې آرش څخه وپوښتل : هغه وویل تاسو ټول چیرته ویده کیږئ ؟ بله نیشتې وویل مور مې اکثره په سوپې ویده کیږي پلار مې ډیر وخت په بام ویده کیږي خو زه له دواړو ځایونو ډاریږم ، زه بیا دهلیز کې ویده کیږم، آرش ویل زه هم چندان په ځان ډاډه نه یم هسې نه وډار شم همدلته لاندې به ویده شم ، ټولو وخندل بابو وویل : کوټه به ډیره ګرمه وي دهلیز یخ دی هلته ورته ځای برابر کړه ، ټول خپل خپل ځایونو ته لاړل ، آرش سترګې تاوولې راتاوولې چې کېدای شي بله نیشته هم دهلیز کې ویده شي خو هغه نن شپه اول ځل ؤ کوټه کې ویده شوه ، دی ناهیلی څملاسته خو د میاشو د لاسه یې تر سهاره سترګه پټه نکړه ، همدا چې د هغه سترګې راپټیدلې بله نیشتې ورته وویل پاڅه چی تیار دی ، آرش وویل څه چی ؟ لاخو ۷ بجې دي دونه وخته ، بله نیشتې وویل خبرې ډیر مکوه ستا د لاسه مې ټوله شپه خوب ندی کړه کوټه دونه ګرمه ګرمه ځکه خو نن راباندې ناوخته شوی کنه هر سهار ۶ بجې مونږ چای څښلی وي ، له سهارني روسته پلار او زوی د باندې ولاړل تر څو پوله پټی سره وپیژني غرمې ته کلیوالو ځان سره کش کړل ماښام ناوخته بیرته بابو دوی کره راغلل ، ښه شیبه یې سترګې په بله نیشتې ونه لګېدې بیا یې وپوښتل بابو لور دی نښکاري ؟ بابو وویل هغه د تنور په سر د لوګیو شاته پټه دی تاسو ته ګرمه ډوډۍ پخوې ، آرش وویل ها زه هم ورځم ستاسو د تناره ګرمې ډوډۍ ذایقه خو وګورم کټ کټ ټولو سره وخندل او دی له کوټې راووت ، د بله نیشتې خواته وروان شو بیا یې وویل راځه یو انځور خو یې واخله ، موبایل یې ورته مخامخ ونیوه انځور اخستلو سره یې موبایل کړچ غږ وویستو بله نیشتې سر ورپورته کړو دی ورخطا شو هغې وویل : دا د څه شي غږ ؤ ؟ آرش موبایل ښکته پورته کولو غږ یې له خولې نه راوتو نه پوهېدو څه ووایي ، ژر یې موبایل جیب ته کړو د تازه راوتلې ډوډۍ یو څنډه یې راپرې کړه ژر ژر یې لکه وږی ماشوم په دواړو لاسونو وخوړه ، بله نیشتې سر خلاص شو چې د هغې عکس یې واخیستو ، ځان یې راټول کړو پلو یې راسره سم کړو بیا یې وراته وویل : زمونږ د دواړو عزت یو دی خو دلته د دې خبرو څخه دښمنې جوړيږي که نه غواړي څوک درباندې خبر کړم عکس مې ډیلیټ کړه ، هغه نه پوهېدو څه ووایې ، څه وکړي، ژر یې جیب ته لاس کړو موبایل یې د تناره په غاړه کیښودو بیا یې وویل : عزت مو یو دی ځکه تر اوسه غلی وم کنه په هغه اول ځل لیدلو مې خوښه شوی وي ، ته چې نه وي کور کې مې زړه تنګیږی که کلي کې نه وې ټولو کلي کې مې زړه تنګیږي ، که زما په
113 viewsعبدالمالک کریمی, 06:50
باز کردن / نظر دهید
2022-01-02 09:48:10 هغه ماشوم پیژنئ ؟ پلار یې د سر په ښورولو ویل نه زه یې نه پیژنم ، خو ما حتما پیژنې ځکه یې راڅخه سمان واخیستو ، زویه د دې ځای خلک که غریبان دي که بې وسه دي خو په زړه ډیر ماړه خلک دي ، کالي به یې خیرن وي خو زړونه یې ډیره پاک دی او په زړه ډیر نرم خلک دي ، اوس راځه چې ماما دوی کره دې اول ورشو دمه جوړه کړو ، دروازه یې ووهله له کوم چا څخه مخکې اوزه ( بزه) دروازې ته راغله او د آرش خوا ته تاویده راتاویده ، داسې ښکاریده چې هغه یریږي او ماشومانو ټولو یو بل ته کتل او خندل یې ، آرش پلار ته مخ کړ ویې ویل : دا دې چرته راوستی یم ، همدې خبرې سره سم بابو راووته بیا یې انګړ خواته نارې کړې واااا د #بله_نیشتې پلار راشه وګوره چې څوک راغلی ، آرش یې غیږ کې ټیګ ونیوه یوخوا بلخوا یې کلک کلک ښکول کړو ، آرش ژر په خپل ڼستونې خپل غبورې وچ کړل ، ولاړ ماشومانو ټولو خندل بیا یې بابو ته وویل : دې ماما سره دې سمه ستړې مشې ونکړه هسې نه خفه شي بابو بیا آرش ژر غیږ کې ونیوه د دې ماما بلا واخلم ولې به خفه کیږي بیا یې په دواړه مخه لمدې مچو وخیستې ، ماشومانو د خندا غږ آرش نور هم په غوسه کړو ژر یې ټولو ته وویل : هله هله خپلو کورو ته ځئ مننه دروازه یې پسې بنده کړه ، بابو وویل هله بلا مو واخلم راځئ دننه راشئ ستړې به وی کمه لار خو نده له کابله تر دې ځایه ، آرش په لوی انګړ سترګې ولګېدې ، یوې خوا غواګانې او بزی وي بلې خوا خرونه او واښه پراته ؤو او د انګړ څلور واده دیوالونه له غوشایو ډک وو ، د انګړ په ښي اړخ کې د تنور څخه مړه مړه لوګي راپوره کېدل ، دوی هم همغه خواته وروان وو ، چې شیبه روسته بله نیشتې د تنور له منځه سر راپوره کړو دوه درې ډوخه یې وکړل او د سرو لمبو له منځ څخه یې د تنور اوږده سره کړې ډوډۍ راوویسته ، بابو وویل : بله نېشتې لورکۍ وګوره څوک راغلي ، هغه ژر د تنور له بامه راښته شوه ، مخ یې د تنور په لوګیو تور ؤ د کمال کاکا لاس یې ورښکول کړو او آرش ته یې لاس وروغځوه ویې ویل ستړی مشي ، آرش زړه نازړه لاس ورکړو بیرته یې خپلو جامو پسې وموښو او د جاومو سپینه لمن یې توره شوه ، کمال کاکا د تنور له سره د تنور ګرمه ډوډۍ رواخیسته بیا یې وویل دې پسې مې سترګې راووتې ، بابو بله نیشتې ته وویل : لورکۍ آرش زوی ته هم ګرمه ډوډۍ ورکړه ، آرش وویل ولې څه مو نه دې پاخه کړي چې وچه ډوډۍ راباندې خورئ ؟ بابو کمال کاکا او بله نیشتې ټولو وخندل پلار یې خندا کې ورته وویل : زویه د دنیا له هر فرمایشي هوټل څخه د دې تنور تازه پخه شوې ډوډۍ ډیر خوند کوي ، بیا جوړه د کوټې په لور لاړل ، بله نیشتې د پاتې ډوډۍ د پخولو په خاطر بیرته تنور خواته ورغله ، آرش د کوټې منځ کې موبایل ښکته پورته کولو ، کله به یې کړکۍ ته ونیوه کله به یې سر د پاسه ونیوه ، بابو وویل : ولې زویه څه شوي ؟ آرش وویل موبایل مې آنتن نه ورکوي ، بابو بیا وویل هلته د سوپې په سر کار کوی د کوټې څخه د باندې ووځه ، آرش د سوپې په سر ودریدو ، غوښتل یې ګلثوم ته زنګ ووهې ، ځان سره یې ویل هغې بیچاره به څو ځلې زنګ وهلی وي اوس به هم سرګردانه وي یو خبر خو به ورکړم چې مونږ ورسیدو ، خو دا یې څوک زنګ ؤ چې د هغې نمبر مصروفه راتلو ، آرش اندښنه له پرون شپې نوره هم زیاته شوه ، بله نېشتې پخه کړې مړۍ په سر راخیستې وه او لاسونو کې یې د اوبو ګرمه کوزه وه ، ډوډۍ یې کوټۍ کې کیښوده او بیرته سوپې سره ته راووته او د کوزې په اوبو یې مخ ته شړک اوبه واچولې ، په اوله لپه اچولو یې د مخ څخه سرڅیرن لوګي ایسته شول بیا یې دوهمه لپه اوبه مخ ته واچلې ، د مخ د اوبو شړپ سره یې د آرش په پښو د اوبو څاڅکې پریوتل ، هغه بله نیشتې خواته وکتل چې په هر ځلې لپه اوبو اچولو یې د مخ ښکلا زیاتیده ، آرش بیخي د هغې ښکلا ته ځیر پاتې شوی ؤ هغه له ځایه پورته شوه د ټیکرې په پړونې یې خپل مخ وچ کړو ، آرش لا هغه شان ځیر ځیر ورکتل ، بله نیشتې وویل : اوبه تیارې ګرمې دي که مخ ته لپه اچوې ستړتیا به دې ختمه شي ، آرش هم د پښو په څوکو کیناستو بله نیشتې د کوزې څخه د هغه لپې ته اوبه وراچولې، آرش مخ ته اوبه واچولې بیرته راجیګ شو بله نیشتې د خپل ټکرې پېڅکه ورکړه ویې ویل هن مخ دې وچ کړه ، آرش هم په خاموشه خوله د هغې ټکری ونیوه او مخ ته یې ویوړو ، د هغې د ټکرې د خولو بوی یې څو څو ځله ځان خواته بویوه ، او زړه کې یې وویل : ولله ولله که د دنیا هیڅ کوم عطر دونه خوش بوی لري لکه دا د خولو بوی ، بله نیشتې ورغبرګه کړه ، ته ورشه دسترخوان هواره وه ډودۍ تیاره دی تاسو به ستړي وی ، دوډۍ ټولو په ګډه وخوړه بابو وویل : تاسو یوه سترګه خوب وکړئ دمه به مو جوړه شي ، ماذیګر راپاڅیدل بابو د شين چي ډکې پیالې د دواړو مخ ته کیښودو ، کمال کاکه د شین چي پیاله پورته کړه ویې ویل یاره خو اوبه به ډیرې شي خو د کلي تر اوبو هیڅ خوندورې اوبه نه پیدا کیږي ، آرش دواړده سترګې دروازې کې ښخې کړي او کله کله بې اختیاره کړکۍ خواته وګورئ ، بابو ورته وویل :
113 viewsعبدالمالک کریمی, 06:48
باز کردن / نظر دهید