2022-02-14 06:43:41
ګرانو دوستانو ! تل مه هڅه کړی ده څه د هغو میوو او سبزیو په هکله معلومات درته برابر کړم څه روغتیا ته او بدن ته مو ګټه ورسوي نو لاندې مطلب هم ولولي .
د مڼو حیرانونکي ګټې او د سرو مڼو پوست د سرطان مخه نیسي
Dr sh Mirakai
تاند : د مڼو یو لويه ګټه هم د کولمو او معدې لپاره ده، په مڼو کې په پرېمانه کچه فايبر شتون لري، دا فايبر نه يوازې چې د هاضمې د سيستم کار آسانه کوي بلکې د کولمو او معدې له ګڼو ناروغيو څخه مخنيوی کوي، ددې ترڅنګ فايبر د کولمو لارې لمدې ساتي د قبضيت وچ والي او نورو ګڼو ستونزو مخه نیسي .
هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الو او دې ته ورته نورې، د سرطان ضد خاصیت لري. د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګين خالونه د سرطان مخه نیسي.
دوی وایي، هغه مېوې چې دغه ډول رنګين خالونه لري؛ لکه ګازرې، لبلبو، سره بادنجان او نور دا ټول د سرطان ضد ځانګړنې لري. دغه راز هغه مېوې یا نور سابه چې د شنه رنګ لرونکي خالونه لري او د کلوروفیل شتون پکې له ورایه څرګندېږي، هم د سرطان مخنیوی کوي.
دوی د مڼې د پوست د ګټو په اړه وایي، د مڼې پوست په وینه کې د کولېسټرول کچه کنټرولوي چې تر ډېره د وزن د زیاتوالي مخه هم نیسي. دوی همدا راز وایي، مڼه کولی شي د ماشوم وده ګړندۍ کړي. د لویانو لپاره یې بله ګټه دا ده چې که مڼه له پوستکي سره وخوړل شي د غاښونو له پاکوالي سره هم مرسته کوي.
په مڼو کې پرېمانه انتي اوکسيدانټ شتون لري، انتي اوکسيدانټ په بدن کې د هغه راډیکالونو د لرې کولو سبب کېږي چې زيات والی یې د وخت په تېرېدو د سرطان سبب هم کېدی شي، له همدې کبله د مڼو ګټې بايد ساده ونه نیول شي
مڼه د مغذي مېوو په ډله کې راځي چې په رګونو کې په اسانۍ سره د وینې تلو او راتلو ته لاره هواروي. که مڼه په دوامدار ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښکلا سره مرسته کوي. مڼه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انټي اکسیډانټ لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن دفاعي ځواک لوړ وي.
د مڼې د پوستکي سره خوړل مهم دي، ځکه چې د مڼې په پوستکي کې پرېمانه ويټامين سي شتون لري، خو مخکې له دې چې د پوستکي سره وخوړل شي بايد ښه پاکه پرېمينځل شي ځکه کېدی شي هم یې پوست پاک نه وي او کېدی شي د ځینې درملو چې د بزګرانو له لوري ورکول شوي وي څه مواد هم ورباندې پاتې وي، دا پرېمانه ويټامين سي د بدن ددفاعي ځواک په زياتولو کې فوق العاده مرسته کوي.
په مڼو کې پوتاشیم هم شتون لري، د پوتاشیم شتون د يوې خوا د حجرې دننه او بيرون د موادو په ځانګړي ډول د مهمو معياتو توازون سموي د بلې خوا د وینې د ډېر نري کېدل هم بندوي او په بدن ددې مخنیوی کوي چې په اسانۍ سره خون ریزي رامنځته شي او لوړ فشار هم ښکته کوي .
په مڼو کې ويټامين اې هم شتون لري، ويټامين اې د سترګو د روغتيا لپاره ترټولو ګټور ويټامين دی، ددې ترڅنګ ويټامين اې د هډوکو لپاره د غاښونو د روغتيا هم ډېر ګټور ويټامين دی، ويټامين په دې کې هم مرسته کوي چې د بدن حجرې مو په چټکۍ سره نوې شي.
سپینې يا شنې مڼې چې ورته وايی د شکر د ناروغانو لپاره تر درمل کم نه دي، که د سهار له لوري د شکر ناروغان دا مڼې وخوري نو د ورځې په اوږدو کې یې بدن د شکر اړتیا کموي او دا د شکر د ناروغانو لپاره ترټولو ښه خبر دی.
مڼې ډېری زياتې ګټې لري، خو بايد پخپل وخت په اندازه وخوړل شي، په ځانګړي ډول د سهار له لوري مڼې ډېره ګټه لري.
273 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 03:43