2021-04-20 00:18:37
غزل
دار ته په خندا ور درومي سپین لکه غمي زلمي
ښکاری یې جبین کي عِـــــشق دادي جنتي زلمي
ستا وسپین جمال ته په لمبو لوګی کوي ځوانئ
ښــه په اسلامي جذبه خــوږه مــینه پالي زلمي
لوږه تنده توري شـپې دسرو غشو باران مـــني
ســـــــتا دلقاء تږي دي تر تاپوري در ځــــي زلمي
ږدي په سرو سکر وټو قدم پوندي یې سورئ سورئ
ګل غوندي وجود په سره انګار کبابوي زلمي
خوند ترې اخلي زلفي چي تار تار په اوږو وشندي
حـــــــــوري یې له ښکلو جنتو څخه څاري زلمي
عــــــشقۀ دانامه دي بیخي ستره اوخوږه ده چي
لیک یې په زړګي یې اوپه ژبه دي ستایي زلمي
مړاوی یې درمل عرفانه حسن ته ګلاب هم شي
دا په ایماني زیور سمبال دي یوسفي زلمي
درمل عرفان
https://t.me/Qanitagha
https://t.me/alasar_basri_sanga
141 viewsedited 21:18