Get Mystery Box with random crypto!

العصر بصري څانګه

لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه ا
لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه
آدرس کانال: @alasar_basri_sanga
دسته بندی ها: دستهبندی نشده
زبان: فارسی
کشور: ایران
مشترکین: 4.28K
توضیحات از کانال

د العصر خپرندويه ادارې بصري څانګې ته ښه راغلاست
العصر بصري څانګه ستاسو اسلامپالو وروڼو خپله څانګه
شخصي رابطې لپاره همدلته کلک وکړئ مننه
ستاسو ورور قانت آغا👈
@QanitAgha

Ratings & Reviews

1.50

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

0

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها 2

2022-02-16 18:14:52 افغانستان:

جوړیږي نور زخمونه د وطن افغانستان
قدم ږدي ابادۍ په لور هتمن افغانستان

نظام دامارت یې په پلازمېنه کې حاکم شو
راټول ېِ کړل په غیږکې خپل زامن افغانستان

له ستړي ناورینونو نه په هسکه شمله تېر شو
خوښیو غېږکې واخیسته غمجن افغانستان

لاسونه د ورورۍ یې د یو بل لاسو کې ایښي
پښتون دی هزاره دی که ترکمن، افغانستان

هسک غرونه دپامیر او دشمشاد لري په زړه کې
دی ښکلی له پاریس او له لندن افغانستان

هر ځوان یې تاریخ ساز، د جهادي ډګر اتل دی
تاریخ ته ثابت شوی بت شکن افغانستان

جهادي عمري
252 views15:14
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:14:27 د اجل زهر

زمـــا د ښتــمنۍ د جــــام څښــل د اجــل زهر
تمـــام بــه درته ګران شي دا ګنګل د اجل زهر

ډیرفام کوه مغروره یوځل شه سره معلوم شوو
زمـــا خاورې لیـــلا تــه بـــرګ کتـل د اجل زهر

د امــن بـشـــریت او ازادۍ تــر عـنــوان لانــدي
نــړۍ ټــولــه اګا ده تـــا شـنـــدل د اجـــل زهـر

ریکارډ دي دجهان د غـلو ورمات کـړ شرمیــدلي
زمــا د مـــلـت حـــق ده غــلا کــول د اجـل زهر

جهانه نړیوال غلــګــن مـو پـوه کړئ ده تیروتی
ددي مظلوم مــلت پیــسې خــوړل د اجــل زهر

شرمیــږه مه نیکه دي هم میــدان نــه تشتیدلی
افــغان ســره جنګونـه دلــتـه کــړل د اجل زهر

په چیغه دتکبـر مو شیـطانان! بشامه ورک کړو
طالـــــب ســـره په تـیږه سـر وهــل د اجل زهر

بشام
248 views15:14
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:13:28 د میني پیغامبر او د اولس د زړه ټوټه یې
قربان شمه لتا زما د ژوند هره شېبه یې

مئین دي کړو په ځان دا ځوریدلي اولسونه
طالبه ته د امن او خوښۍ ستره لمحه یې

په تاشولو زرین بیا تاریخونه قهرمانه
تاریخ دي راژوندی کړ دتاریخ ښه وقایه یې

منم چي د نړۍ ستر بدماشان دِ کړو په مڼډه
منم چي هر فرعون ته د نیل یوه څپه یې

نن ته و دې کفارو ته دویم صلاح الدین یې
نن ته وه دي کفاروته یوه بده خاطره یې

له نوم څخه دي وهم اخلي ټوله نړیوال
زَمِیل وایم نړۍ کي د غیرت یوه نَمُونه یې

حافظ سیف زَمِیل
195 views15:13
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:12:55 پــر سر تړلې چــــــې ګږه وږه پګړۍ ده طالب
ځکه پــري وياړو ماته کــــړې یې نړۍ ده طالب

د ننګ شمله یې په جهان کـــــــې با وقاره کړله
عظمت یې لـــوړ کړ، تښتولې امپراطورۍ ده طالب

د جهاد ستر میدان يې ښه پــــــــــه نره وګټلو
تاریخ بـــې هیري نکړي ستري قربانۍ ده طالب

که دخدایﷻمرسته وه همداسي سلامت پاتي شوه
پر واشینټن به شي رپاند سپینه جنډۍ ده طالب

د جهاد لمونځ یـــې په جماعت سره پرون ادا کړ
پر ممبر وه چې شـو آذان د خپلواکۍ ده طالب

شرعي نظام سپین امارت یې زموږ تر خاوري راوړ
ځکه فیضانه شـــــوې پري پاکي ويني توۍ د طالب

طالب فیضان
203 views15:12
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:10:53 د شهید جانان د وینو، د زخمي طالب د څړیکو
د بندي د کړاؤونو برکت دی ازادي ده
د یتیم د تړمو اوښکو، د مظلومو افغانانو
د آهونو رنګ ښکاره شو امارت دی ازادي ده

مجاهد سره يې مینه کړله عام وو او که خاص وو
دا هرڅه د جهادپالو هیوادوالو ستر اخلاص وو
چې وطن کې د اصیلو سلطنت دی ازادي ده

مجاهد او کلیوال لکه په وینه سره ګډ وه
دومره ډېر وه سره ګران بیخي په مینه سره ګډ وه
آن تر نونه یې پاللی اُخُـوَّت دی ازادي ده

اې عمره! ستا یعقوب نن د افغان ملت سرتاج دی
ته خبر یې او کنه یې خپل مو راج خپل مو رواج دی
د سپین توغ تر سیوري لاندي امنیت دی ازادي ده

دا دزور خبره نه ده وه پیاوړي دښمنان مو
باوجود دزور او ځواک شول له جنګ ستړي دښمنان مو
بلکه دا درب نصرت وو او نصرت دی ازادي ده

خپلواکي د شل کلني قربانۍ دباب تفسیر شو
د طالب کریم الله خوب شو رشتیا دا یې تعبیر شو
چې پر زړه د هیواد سپین بیرغ اوچت دی ازادي ده

طالب کریم الله
186 views15:10
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:05:22 غزل

پــاکـــي چـي د زړونو آینــې نشي
یــــادي بــه د میــنې کلـــمې نشي

عشق د پاک الله غرقاب سینې غواړي
عشق نه دی چی بره پري څپې نشي

ځان چي لولپه په سرو اورو نه کړې
خپل به د جنت حورې عینې نشي؟

ډک له کړاؤ ژوندون د خدای لار کې
پایله به یې چیري بې فایدې نشي

داسې ابر ځواک ماتول پوه شولې
هیڅکله دا کار بې عقیـدې نـشې

کــار ده چــا په کار محسنه مه لره
هســي نـــه کیسې درنه درنې نشي

محسن احسان
197 views15:05
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:03:38 واکمن شوی امارت

د طالــب حاکـمیـت دی په هيواد کې
واکمن شوی امارت دی په هیواد کې

که پښتون که هزاره او که تاجک دی
ټوله یو شان دي وحدت دی په هیواد کې

د بمــونــو بـارانـــونه دي ورک شـوي
چاپې نشته امنیت دی په هیواد کې

چـې یـې وسـي رغــونـه پـه مـېړانـہ
اوس دې کار ته ضرورت دی په هیواد کې

امن خپور دی لہ پامیره تر سپین غرہ
د ګران شیخ صیب قیادت دی په هیواد کې

رحــمـاء بیــنـهـم یـې ښـه کـــردار دی
ورور ولي ده ورک نفرت دی په هیواد کې

د سرو وینو په قیمت انس چناره
نافـظ شـوی شریعت دی پـه هیـواد کې

انس چـنار
198 views15:03
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:02:39 پۀ تور داغ باندې سپینه لمن توره درنه نشي
کــکړه پـۀ فـــتنــه قافـــله ګـــوره درنه نشي

ځیر اوسه لۀ هر نقص او هر عیب نه ځان پاک کړه
که لږ څۀ وي اصلاح یې کړه خو نوره درنه نشي

نږدې ده وَ منزل ته مو بېړۍ د امیدونو
هوښیار اوسه خدای مکړه چي نسکوره درنه نشي

طالبه دا اولس مو شل کلن اشغال ځپلی
درمل غواړي د عدل بې ټکوره درنه نشي

دا خاوره او دا خلک لکه زوی او مور دي ګوره
دا مور درنه بې زویه زوی بې موره درنه نشي

رسانه! امارت او شریعت مو ستر امان ده
دا هیله به تل ساتې چي بې کوره درنه نشي

عبدالستار رسان
196 views15:02
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 18:01:32 د قربانیو باب

آن بدرگه مو له ژوندونــه تر آجله کړله
دغه بریاموپه سرووینوباندې خپله کړله

دقربانیو او زوانیوموپرې دریغ ونه کڔ
کلونه پس موده ژوندلاره مکمله کڔله

شهیدطالب یې په رشتیادمیني حق اَداکڔ
دحریت ناوې یه واصل ترخپل منزله کڔله

اِشغال مومات کڔ اِستقلال موله پردو واخستۍ
دازادۍ اَوخپلواکۍ ڋیوه موبله کڔله

په خپلو کـڔو وعدو ژمن پاته ترپایه شولو
دخپل اُولس مینه موخپل دزڔه له تله کڔله

رحماني آشناپښوموښکل کڔي دستم سکروټې
تردغه ځایه موپای لاره له مرچله کڔله

قاري رحماني آشنا
201 views15:01
باز کردن / نظر دهید
2022-02-16 17:57:55 د دین سترې سرچینې دي وي ابادي
دا سپیڅلې مدرسې دي وي ابادې

مزینې په طالبو ګل څېرو دې
اسلامي ښکلې شعبې دې وي ابادي

تربیت د انسانیت ورپکې کېږي
مقدسي دا ئرې دې وي ابادي

حفاظت یې ربه وکړې له شریرو
روح پر ورې ګل دستې دې وي ابادي

د علومو پاک محل پاکې ارواوې
د اسلام سپینې ډېوې دې وې ابادي

مهاجره ځان ترې هسي بر خمن کړه
دین ته وقف قافلې دې وې ابادي

عبدالباقي مهاجر
250 viewsedited  14:57
باز کردن / نظر دهید