Get Mystery Box with random crypto!

العصر بصري څانګه

لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه ا
لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه
آدرس کانال: @alasar_basri_sanga
دسته بندی ها: دستهبندی نشده
زبان: فارسی
کشور: ایران
مشترکین: 4.28K
توضیحات از کانال

د العصر خپرندويه ادارې بصري څانګې ته ښه راغلاست
العصر بصري څانګه ستاسو اسلامپالو وروڼو خپله څانګه
شخصي رابطې لپاره همدلته کلک وکړئ مننه
ستاسو ورور قانت آغا👈
@QanitAgha

Ratings & Reviews

1.50

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

0

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها 10

2022-01-19 18:24:31 مات زړه

د شهید سوي اشنا غم د سړي زړه ماتوي
د بیلتانه پر لار قدم د سړي زړه ماتوي

نور درته څه ووایم ژونده څه ویلای نه سم
د زړګي اه د سترګو نم د سړي زړه ماتوي

چې درنه بېل سي مسافر سي د ابد په لوري
داسي ترخه جدایي سم د سړي زړه ماتوي

د هر یو غمه سره ژوند څه دومره سخته نه ده
ژوند کې فراق د خپل صنم د سړي زړه ماتوي

د شهید سوي طالب جانه څخه پاته یادګار
د لاس تسبیح د لاس قلم د سړي زړه ماتوي

پاس له سحابه د سپرلي اوښکي پروا نه کوي
پروت پر شهید ګلاب شبنم د سړي زړه ماتوي

د بل هر درد په درملنه بریالی سي سړی
مشهوده دې درد سره زغم د سړي زړه ماتوي

مشهود
259 views15:24
باز کردن / نظر دهید
2022-01-18 11:56:21 ماتې هيلې

سترګې مې ګنډلي د یو تللي کس په لار دي
ماتـې ماتـې هیلې مې د زړه پر اوږو بار دي

غیږه اندیښنـو رانـه دا څـو ورځې تـاو کړي
ټولې ارادې مې په خاموش ډول په دار دي

نـه دې شتـه هيڅ کومه طـریـقـه د هیرېدلو
دغه تجریبې خـو مـې یو سل ځله تکرار دي

بیرته د راتګ شپې دې اوخښتې دي له قول
تا ویل چـې هسـې څـو د ګوتو پـه شمار دي

غشـې دې د شـوخ نـظـر بـلا تـــورونــه وړي
وپوښتنه دچا په سینه ګۍ کِ بیا ایسار دي

ګـوري دې ګـربـز مستـغـفـر نـښـې د پـلـونـو
تکې تورې خاورې ېِ و سترګو ته په کار دي

مستغفر ګربز
89 views08:56
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:34:55 کال تر بله مو د ژوند شمعه تتیږي
څه جالبې خاطرې راځي تیریږي

د پرون ارمان کړو نن د نن سبا ته
تېره ورځ بېرته نو کله راستنیږي

زړګی غواړي چې تمام عمر ځواني وای
څه بې وخته دنګ نښتر زلمي زړیږي

ددې حـرَث علاج نشته دی انسانه
په ځواني او ژوندون کله څوک مړیږي

د دنیا وجود د ونې په مثال دی
انسانان ترې لکه پاڼې را غورځیږي

نن به مرم او که سبا چېرته به ومرم
هر انسان دې دغم کړیکې ته ځوریږي

خدایه شکر انسانان یو مؤمنان یو
ددې شکر حق بالکل نه ادأ کیږي

رنګ دې ژېړ پاڼه دې وچه شوه دانشه
ارمانونه دې عقبیٰ ته پاتې کیږي

دانش ملنګ
176 views12:34
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:29:59 فضادامن

واورې وريږي بلها خوند کوي فضادامن
سپين توغ رپيږي دوطن په هره خوا دامن

تورې شپې کډه شوې راوختې سپيدې دسهار
په ګران هيواد باندې خوره شوله رڼادامن

نشته بمبارغږدچورلکې اوچاپه موپه کور
اوس په قراره باندې ژوندکوو آشنادامن

شکر آزاد مو شو هيوادله تور تمونو ګوره
دخپلواکۍ لمر راختلی کړي ځلا دامن

اوس کووژوندښه په آرامه اوآزادکرځيږو
په کابلجان باندې واکمن دې روڼ صبادامن

"بدري" جانانه شکر باسه او دعاوي کوه
خدايه په برخه موکړه ژوندښکلاښکلادامن

بدري وردګ
173 viewsedited  12:29
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:29:34 غزل
دازادۍ وګمې خوَرې راغلې
بیا پرهیواد سپینې سپیدې راغلې

دتوروشپو له غیږې ؤ وتلو
کامیاب شو موږ ناکامه شپې راغلې

هره غَزا کې مو نصرت لپاره
درب له لورې پریښتې راغلې

درنګینیو دې اوس غیږه ډکه
درته دحُسن کریشمې راغلې

څادر دامن شولو خور پر وطن
دبــد اَمْــنیو جــنازې راغلې

هر مازیګر مو داختر په شان دی
دخوښې ډکې مرحلې راغلې

سجده دشکر پرې ولسه وکړې
چې داشغال دپای شیبې راغلې

؛؛جاوید حیدره؛؛ قرباني مو ورکړه
دا مــو دویـــنو ثـمرې راغــلې

جاوید حیدر
144 views12:29
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:29:05 نعت شريف

بلنده مرتبه لري اعـــلی دی مصطفي
پيشوا  د انبياوو  دى  زيبا  دى مصطفى

د خولې ټولي خبري يي هم زر دي ملغلري
لار ښود دهدايت دی او طه دی مصطفي

اغاز د شفاعت به اخيرت کي وي له ده نه
غاوير د خپل امت په حشرګا دى مصطفى

الله پاک نور ورکړي موږ يو ټول دده له نوره
رښتــيا خـــيرالورا نورالهــــْدا دى مصطفى

په مينه محبت کي ثوابونه بي حساب دي
دهر  مسلمان  زړه لره  دوا  دى  مصطفى

احسانه زه يي مينه کړمه زه پسي شيدا يم
وټول مسلم امت ته رهنما دی مصطفی

احسان الله احسان
140 views12:29
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:26:37 حمد شریف

خالِق مې یې مخلوق دې یم عابِد یم ته معبود
یا واجبَ الوجود
مالِک مې یې مملوک دې یم غفور یې هم ودود
یا واجبَ الوجود

لــه عــرش څــخــه تـر فرشه ټوله وایي ستا ثنا
په پټه په ښکارا لا الــه الا الــلــه
احــد یې هــم صــمد یې نــه والِد یې نه مولود
یا واجبَ الوجود

اِبــداع کې د عــالَم وې یــا الله واحِــد بِــالـذَّات
نه لات وُ نه مـنات نه شتون وُ دعُزات
واحــد یې لاشــریك یې مــقـابل دې دی مفقود
یا واجبَ الوجود

مــســبــوق بالعدم نه یې ته له هرشي نه سابِق
د ښــه صـفـت لائِق هر قول دې صادِق
هــر وصف دې کـامِل دی پکي نشته هیڅ کمبود
یا واجبَ الوجود

الــحــمــد لك اِهــدنا الصــراط المــســتــقــیــم
یــاربَّــنَـا الکریم و أَدْخِلْنَا النعیم
طالب کریم الله کړه ســتا دیدار باندي مسعود
یا واجبَ الوجود

کریم الله طالب
139 viewsedited  12:26
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:25:21 دکاڼي کرښه

لــه تا شمه قــربان ســـتا عقیــده د کاڼــي کرښه
یعــقوب ابـــن عمره ستـــا وعــده د کاڼي کرښه

دګران ثالث عمر خواص په تاکي هــم مـوجودي
رهــبـــره د دفـــاع ستــــا اراده د کاڼـــي کـــرښه

هیواد ته دي په برګ نظر چي څوک کتلی نه شي
تاریخ کي دي د هــر باب کارنــامه د کاڼي کــرښه

جــرئت د استــعمار بیا فکر نه کوم چي وکـــړي
ویـنــا دي ونــړۍ ته شــه پــخــه د کاڼـي کــرښه

د زړه پر اوږو بــار دي د هیواد د میـنې غـوټــــه
لالــیـــه ســـتا د میــنــې فــلـسفه د کاڼې کــرښه

د زړه کونجۍ کي ځکه دي ساتم سېــکه میـنې
میــډیا بانـدي خپـــره دي تبـصره د کاڼــي کرښه

د خـــیال پــه ملغــلرو چي دي ویـاړمه بَـــشامه
هــدف دي د کــــلام دي عجـیـبه د کاڼې کــرښه

بشام
139 views12:25
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:25:07 طالب

د تقدس او حقانيت ځلانده لمر دى طالب
څښتن د تورې او داعي د حق ممبر دى طالب

دې مفسِدینو او مُخرِبو ته زوال يادېږي
د حق لښکر مدام ولاړ په سپين ډګر دى طالب

د مقدسې فريضې يوازينى اداکار
کوي جهاد په اېماني نور منور دى طالب

پر مخ د ځمکې اسلامي نظام قائم غواړي تل
ددې مُرام په خاطر تل په حق سنګر دى طالب

د مسلمه امت دفاع ته يې سينه سپر کړې
هم بې پروا د شرق او غرب له هر خطر دى طالب

د سر بها باندې ساتي چې د اسلافو تاريخ
د استبداد وه تاريکو ته روڼ سحر دى طالب

جواد يې تل غواړم فاتح په هر ميدان له څښتن
د سترګو تور د زړګي سر هم مې دلبر دى طالب

جواد وردک
136 views12:25
باز کردن / نظر دهید
2022-01-16 15:24:20 حمد شریف

په زړګي مو دي پردې دګناهــــــونو
لايق نه یو ربه ستا دمغــــــــــــفرت
خپل عمل مو رسوي ترعـــــــذابونو
راکړې ته راته په خپل فضل جـنت

ستاله دره سرکشي لهْ مــونږه شوې
نشته مونږکې علايم دســـــــــعادت

جهـــــنم دی که ماران اولــړمان دي
داسزا ده زمونږ دکړي بـــــــــــغاوت

ته په هرچا مهربان ېې پاکه ربـــــــه
مونږ خپل ځان دی لرې کړی لهْ رحمت

ستا دپاک رسول الله لار موپرې ایښې
او خپل ځان حسابه وؤ ېې په اُمــت

تاهلاک کړل ډیرځواکمن مغرورسرونه
چې کوؤ ېې دبوتـــانــــــــــــو عبادت

څه به کړمه ﺯهْ یاســــــین عبیده ربه
رانه شوی دی تمام عمر غــــــــــــفلت

یاسین عبیده
163 viewsedited  12:24
باز کردن / نظر دهید