2022-01-19 18:24:46
له ځارولو دسرونو مو هیڅ دریغ ونه کړ
دادی له وینو مو یاغي باغي سیلاب راغی
ډیري نادري قربانۍ ورکړل سوي مفته نه ده
په نتیجه کي یې سپیڅلي انقلاب راغی
پر پلار زامنوپه یوه ورځ هدیره جوړه سوه
دلته پر لویو لویو کلیو مقبره جوړه سوه
دلته وحشت او ظلم اوج ته رسیدلی وو نور
په جنازه کي به بیا بله جنازه جوړه سوه
کله به ښکلی دنګ په ونه زلمی رنګ په وینو
له سنګرونو به زخمي زخمي خوناب راغی
د وخت فرعون په غرور وواوپه جنګ راغلی
هر یوکافر یې ووملګری او په ننګ راغلی
دوی خبر نه وه چي غازي افغانستان وطن دی
چي څوک ورغلی دی واپس په وینورنګ راغلی
څنګه په ټیټو سترګو وتښتیدل وشرمیدل
زموږ د تورو له وارونو په عذاب راغی
پر میدانونو دمیوند ګرمه غزا شروع وه
د ملالۍ دننګ ټپه تکبیر صدا شروع وه
دلته ایثار دقربانیو په سیالیو کیدی
دلته له رب سره دسر اومال سودا شروع وه
مجاهدینوپه ژوندون حوري جنت ولیدل
ځکه ډګر ته به په شوق اوډیر جذاب راغی
تاریخ تکرار نوی کتاب او نوی باب جوړ سو
د وران وطن وجوړولوته تهداب جوړسو
هریو مجرم به سزا ویني خپل دجرم ضرور
هریو خائن ته د زري زري حساب جوړ سو
مامونه ماباندي راتګ د امارت په مثل
لکه شبنم چي پر یو مړ ژواندي ګلاب راغی
مامون
277 viewsedited 15:24