2022-02-01 10:05:02
امارت
تل دي لره رب داسي ودان سپین امارته
یې کور د غیرتونو پر میدان سپین امارته
په تاویاړو په تا خیال کوو ته د زړو ارمان یې
هم ته مویې د ډیرو زړو ارمان سپین امارته
سایه د ترحم دې زمونږ پر سر اوسه اوچته
ته ځاله د زمرو یې لبیک تاته امارته
د حق د حقې لارې مل سپیڅلی حقیقته
درځار مو شه سرونه خو چې ته یې سلامته
هم ته د حق صدایې پر جهان سپین امارته
هم ته د امن کور یې او هم ته کور د مظلوم یې
د هر یوه غرور اجل یې هر چاته معلوم یې
راوړې دي ده فتحه له سنګر او له د فتره
اغاز د شریعت د ژوندانه ته یي مفهوم یې
دښمن دي په هر ځای کي دی ویران سپین امارته
ته کور د مظلومانو یې ته کور یې د ننګونو
په تاباندې اباد دي تاریخونه د ویاړونو
ګټلی په سرووینو مجاهدو شازلمو یې
عنوان دي ده بریا دي فدایان سپین امارته
ته وینه د هر تن یې هر زلمی له تا نه زار دی
له نومه دي کفري غربي د شرک جهان په ډار دی
ډیوه درحمتونویې ډیوه د عدالت یې
محسن دي شمه زار له سپین نشان سپین امارته
محسن احسان
2.0K views07:05