2022-02-11 14:41:01
واخله تبریکي د زړه له سره مبارک دې شه.
راشه ائ فاضله بختوره مبارک دې شه.
علم ستر مقام دی داله ټولو آسمانونه لوړل.
علم د الله صفت له واړه جنتونه لوړل.
شوې وارث د ګران خیر البشره مبارک دې شه.
دلته سره یاقوت دې او که حوري او غلمان راټول.
دغه د نبي د بڼ دې سره او سپین ګلان راټول.
مه شه ائ فاضله له نظره مبارک دې شه.
تاسو عالمانو او قاریانو حافظانو ته.
وایو تبریکي بیا ستاسو ټولو قریبانو ته.
درومه ته په لار د پیغمبره مبارک دې شه.
وکړه په دې علم دې عمل اخلاص تقوا کوه.
رب ته عاجزی کوه ژړا کوه دعاکوه.
اخله په احتیاط قدم دلبره مبارک دې شه.
واخله ترې رخصت او نصیحت له استادانو دي.
واخله معافي دې له ملګرو طالبانو دي.
وه دې ساته رب له هره شره مبارک دې شه.
ښه یې په ځیر واوره د طلحه دانصیحت زړه کې.
یاد به دې وې تل غم د دې ټول مظلوم امت زړه کې.
دا ورځ نده کمه له اختره مبارک دې شه.
هدایت طلحه
185 views11:41