2021-04-16 01:03:44
ګـنا پـه کي رژیږې روژه میـاشـت د سـعــادت دی
شیـطان په کې تـړلی ور خلاص شوی دجـنـت دی
دری۳ بابـه یـه پـه غـیږه کې په دری۳رنـګه راوړي
لومړی باب یې شروع د رب له لـوری د رحـمت دی
لاسـونه کړي غبـرګ پورته او دعـا ورپـکې وکـړئ
دوهـم پـړاو حـدیث کې ذکــر شــوی مغـفـرت دی
اخـیره شـپـه بـه ټـولو تـه بـخـشـش ورپـکی وشی
د جـهنـم لـه اور څـخـه زمـوږ ټـولـو حــریــت دی
مسـلـِمـو چي نـزول د پاک قـــران ور پـکی شـــوی
هــغـه د قـدر شـپه ټـولـه روژه کې د عــظـمـت دی
د قــران تـلاوت پــه کې ډیــر ډیــر کــــوي مــلګـرو
اعــلی پــه ټولو مـیاشتـو کې صیــام د عــبادت دی
غـیـبـت بـوهـتان دروغ لـهولـعب به پــکی نــه کـړی
پــه ذکــر عــبادت او پــه هــر کار کــې بــرکــت دی
ځان جوړکړه معتکف چي تري بې برخې نه شي ګرانه
بــشـامـه اعـتــکاف د مـصـطـفی عـظـیم سـنـت دی
بشام
https://t.me/Qanitagha
https://t.me/alasar_basri_sanga
498 views22:03