2022-02-03 14:37:13
پیغمبره ( صلی الله علیه وسلم )
څه بې ساری دې جمال دی پیغمبره
دا ستا حسن بې مثال دی پیغمبره
ته د ټولو مرسلانو مقتدا ېې
ته سردار ېې د کونينو مصطفی ېې
پس له تا بل نبي نه راځي نړۍ ته
په رښتيا چې ته خاتم الانبيا ېې
مونږ منلی ستا هر قال دی پیغمبره
لکه لمر په تورو شپو کې ځلېدلې
ته د حق لپاره سر نه تېرېدلې
تا نه ځار شم ای زمونږ لويه سالاره
د امت غم کې الله ته ژړېدلې
لوی ارمان مو ستا وصال دی پیغمبره
چا چې پرېښې ده ستا لاره نو ژړېږي
چې په نورو پسې درومي تباه کېږي
چې کوي څوک بندګي د بندګانو
چې له تا او ستا له ربه منکرېږي
هغه قوم مخ په زوال دی پیغمبره
چې تور زړونه مو روښانه په ايمان کړي
چې مونږ ستا په هر قدم باندې روان کړي
چې عمل مو په قران او په سنت شي
چې مونږ ستا د ښکلې لارې لارويان کړي
پاک الله ته مو دا سوال دی پیغمبره
هره خوا چې پسرلی شولو بهار شو
چې د ظلم تيارې تېرې شوې سهار شو
چې نړۍ کې دتوحيدوړانګې خورې شوې
چې نړۍ کې په رښتيادژوندون وارشو
دا خو واړه ستا کمال دی پیغمبره
د ايمان له قافلو سره به درومو
د توحيد له کاروانو سره به درومو
چې ځانونه ځاروي ستا محبت کې
نصرت وايي له هغو سره به درومو
راسره د حق مشال دی پیغمبره
نصرت لونګ
464 views11:37