2022-01-24 19:44:27
ده وحیو راتله وه نزول دقرآن وو
گلان صحابه وه اَوگل گل جانان وو
اَغازپه حرم کې دستررحمت وشو
دیوبل ژوندپَیْل وو یوبل رنگ جهان وو
صدیق اَوعمر وو حیدر ووعثمان وو
ښاردمدیني وو دبلال آذان وو
څه جنتي وخت وو دحجازپه زڔه کې
گران رسول الله ووڅه ښکلئ دوران وو
راټول یې په جمعه دعشق فتنگان وه
مل ټوله عشاق یې دبخت دکاروان وه
مسجدنبوي وو راټول مقتدیان وه
اِمام دمحراب نبي آخیرزمان وو
کوڅې دمکي وی فضاده اَنوارو
عجیبه منظروو لیدل ده اسرارو
دکیف اِنتها اِقتداده دښکلاوه
دزڔوپراَسمان پورته لمرده ایمان وو
ظلمت ترۍ تم وو هرخواعدالت وو
دزمکې له مخ څخه ورک جهالت وو
دمیني دنیاوه معدومه نفرت وو
دزڔونوسکون وودزڔو إطمنان وو
شیبې دژوندون به مې ټوله زیباوای
ځـماخوارنصیب چې هغه وخت پیداوای
یامیشت دحبیب ده روضي سره تل وای
نوربه مې رحماني آشناڅه اَرمان وو
قاري رحماني آشنا
89 views16:44