Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

لوگوی کانال تلگرام mdgwti — عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ ع
لوگوی کانال تلگرام mdgwti — عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
آدرس کانال: @mdgwti
دسته بندی ها: دین
زبان: فارسی
مشترکین: 2.43K
توضیحات از کانال

درنومینوالو!
دلته به تاسوته عبرتناکه اودپنده ډکی کیسی اونبوی احادیث اوهمدارازنوراسلامی مطالب وړاندی کیږي
https://t.me/MDGWTi

Ratings & Reviews

2.00

3 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

1

3 stars

0

2 stars

0

1 stars

2


آخرین پیام ها 10

2021-10-17 06:56:56 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
ـ


بهلول دانا او ملحد استاد!

بهلول په یوه کوڅه تیریده، ګوري چې یو استاد خپلو شاګردانو ته د درس په جریان کې وایي:
زه په دریو خبرو کې له شیخ او عارف سره مخالف یم!
اولاً: دوی وایي؛ اللّٰه ﷻ نه لیدل کېږي، زه وایم! که نه لیدل کېږي، بیا وجود هم نه لري!
ثانیاً: دوی وایي؛ چې شیطان به په دوزخ کې سوځول کېږي، زه وایم! که شیطان د اور له جنس څخه وي، بیا په دوزخ کې څه ډول سوزول کیږي؟
ثالثاً: دوی وایي؛ چې انسان ټول اعمال په خپل اختیار ترسره کوي، زه وایم! چې اعمال انسان د جبر په وجه ترسره کوي، نه په خپله خوښه!
بهلول چې دا خبرې واوریدلې؛ استاد یې د خاورو په یوه کلکه لوټه پدې مخ وویشت!
استاد او شاګردانو بهلول راګیر كړ او خلیفه ته یې وروست.
استاد وویل: بهلول زه په ناحقه په لوټه وویشتم اوس مې مخ درد کوي.
بهلول وویل: درد ته وینې؟
استاد: نه یې وینم
بهلول: تا ویل چې اللّٰه ﷻ نه لیدل کیږي، وجود هم نلري، نو ته چې درد نه وینې بیا وجود هم نه لري.
– تا ویل: چې شیطان د اور له جنسه دی، په اور نه سوځول کیږي، ته چې د خاورو له جنسه یې، بیا په خاوره ولې خوږ شوې؟
– تا ویل: انسان په خپل اعمالو کې بې اختیاره دی، زه هم ستا په ویشتلو کې بې اختیاره وم، نو ځکه ته له ما نه د بدل اخیستو حق نه لرې.
استاد د بهلول د خبرو په اوریدو ټیټ سر او پټه خوله پخپله مخه ولاړ.

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
133 viewsعبدالمنان حقانـې, 03:56
باز کردن / نظر دهید
2021-10-17 06:56:47 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
ـ


۱- د رزق د پراختیا، دغم څخه خلاصون او د ناروغې د شفاء لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:


رَبِّ اغْفِرْلِيْ وَتُبْ عَلَيَّ اِنَّکَ اَنْتَ التَّوَابُ الْغَفُوْرُ.

۲- ددوزخ څخه د خلاصون لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:


اَللّٰهُمَّ اَجِرْنِيْ مِنَ النَّارِ.

۳- د جنت خزانه(۱۰۰) ځلې ویل:


لاَحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّابِااللّٰهِ.

۴- د سیند د ځګ په اندازه ګناهونو معاف کېدلو لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:


سُبْحَانَ اللّٰهِ وَالْحَمْدُللهِ وَلَااِلٰهَ اِلَّااللّٰهُ وَاللّٰهْ اَکْبَرُ.

۵- د هر غم، مشکل، فکر او آفت څخه خلاصون لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:


حَسْبُنَا اللٰهَ وَنِعْمَ الْوَکِیْلُ.

۶- د غم څخه د خلاصون لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:
یَاحَيٌّ یَاقَیُوْمٌ بِرَحْمَتِکَ اَسْتَغِیْثُ.

۷- ددُعاء قبلېدو لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:


یَا ذَالْجَلَالِ وَالْاِکْرَامِ.

۸- د نبي کریمﷺ د ملګرتیا لپاره(۱۰۰)ځلې ویل:


صَلَّی اللّٰهُ عَلٰی حَبِيْبِهِ مُحَمَّدٍ وَّاٰلِهِ وَبَارِکْ وَسَلِّمْ

 اَللّٰهُ اَکْبَرُ کَبِيْرًا اَلْحَمْدُللّٰهِ کَثِیْرًا سُبْحَانَ اللّٰهِ بُکْرَةً وَّاَصِیْلًا.

۹- د ګناهونو د بخښني لپاره د روژي په میاشت کې 

ډېر وایاست(۱۰۰)ځلې ویل:


اَللّٰهُمَّ اِنَّکَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعَفُ عَنِّيْ

 اَسْتَغْفِرُاللّٰهَ الَّذِيْ لَااِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْحَیُّ الْقَيُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ.

۱۰- سهار او ماښام(۱۰۰)ځلې ویل د (۱۰۰)حجونو

 ثواب لري:


سُبْحَانَ اللّٰهِ.

۱۱- سهار او ماښام (۱۰۰)ځلې ویل د (۱۰۰)آسونو د اللّٰهﷻ 

په لاره کې ورکولو ثواب لري:


اَلْحَمْدُللّٰهِ.

۱۲- سهار او ماښام(۱۰۰)ځلې ویل، تر دې غوره عمل په

 دغه ورځ هېڅ چا نه دی کړی:


اَللّٰهُ اَکْبَرْ.

۱۳- (۱۰۰)ځلې ویل د(۱۰۰)غلامانو د ازادولو ثواب لري:


لَااِلٰهَ اِلَّااللّٰهُ.

۱۴- د میزان یعني د ترازو په وخت کې وزن لرونکې (درانده) کلمات سهار او ماښام(۱۰۰) ځلې ویل:


سُبْحَانَ اللّٰهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللّٰهِ الْعَظِيْمِ.

۱۵- د سهار تر لمانځه مخکې (۱۰۰) ځلې ویل او د هر 

مصیبت څخه د خلاصون دُعاء غوښتل:


ياصبور .

۱۶- د سهار د لمانځه د سُنتو او فرضو په منځ کې د توان

 سره سم ویل او داللّٰهﷻڅخه خاص فضل غوښتل:


یاسمیع.

۱۷- د سهار ترلمانځه ورورسته (۲۹۸)ځلې ویل د اللّٰهﷻ

 رحمت طلب کړئ إِنشاءاللّٰه په کار وبار کې به پرمختګ ترلاسه کړئ:


یارحمن.

۱۸- د پنځه وخته لمونځونو او یا یو فرض لمانځه ورورسته (۱۲۱) ځلې ویل او ددین او دُنیا حاجتونو لپاره دُعاء وغواړئ:

یالطیف.

۱۹- د جمعي تر لمانځه وروسته (۱۰۰)ځلې ویل ټول کارونه 

به آسانه شي او بیا د عمل قبلېدو لپاره دُعاء وغواړئ:


یااللّٰه.

۲۰- د جمعي تر لمانځه ورورسته (۱۰۰)ځلې ویل او داللّٰهﷻ څخه د بې شمیره ثوابونو دعا وغواړه

اللهــــــم اغفرلمکــــــرم ولوالدیـــــه

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
91 viewsعبدالمنان حقانـې, 03:56
باز کردن / نظر دهید
2021-10-17 06:56:37 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
ـ

مـرغـلـري

‏رسول الله ﷺ فرمايلي:
پر غمونو صبر وکړئ، تر څو زما سره په حوض کوثر کي یو ځای سئ.
(رواه البخاري)

‏نبي کریم ﷺ فرمايلي دي :
يعني الله ﷻ ستاسو څېرو او سر مايو ته نظر نه کوي، بلکي ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري.
(روايت مسلم)

‏رسول الله ﷺ فرمائي:
بنده یوازی د الله تعالی په ذکر سره
دشیطان څخه خلاصیږی .
(صحیح الترغیب ۱۶۱۲)

‏رسول الله ﷺ فرمائي:
غوره او دخیر څخه ډکه نکاح هغه ده چي لګښتونه (مصارف) یې کم وی ".
(صحیح الجامع ۳۳۰۰)

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
72 viewsعبدالمنان حقانـې, 03:56
باز کردن / نظر دهید
2021-10-17 06:56:24 سره مينه او محبت پيدا کيږي، ښځې او خاوند ته هم په کار دي چې د يو بل احترام او قدر وکړي، نو بيا به پخپلو سترګو وګورئ چې دوی کور کې څنګه خوشاله او سوکاله ژوند لري.

لسم: په خپل کور کې ديني چاپيريال جوړ کړئ!

په کوم کور چې ښځه، خاوند او بچيان د دين احکامات په سمه توګه عملي کوي، هغوی به هميشه خوشاله او سوکاله ژوند لري او هيڅکله به يې په کور کې جنجال او مشکلات نه رامنځته کيږي، ځکه چې اسلام خپلو پيروانو ته د د مشرانو د عزت او په کشرانو د شفقت او د ژوند د چارو په ښه توګه د ترسره کولو او د څه له امله چې جنجال، مشکل او انديښنې رامنځته کيږي، اسلام د هغو کړنو د نه ترسره کولو امر کوي.

يوولسم: د زغم هنر زده کړئ!

زغم او حوصله هغه څه دي چې انسان ته ډير قدر، ارزښت او شخصيت وربښي او له يو ادنی انسان څخه لوی انسان جوړ.

وي، ښځې او خاوند ته هم په کار دي چې که غواړي خپل ګډ ژوند په ښه طريقه او خوشاله تير کړي نو دواړه بايد د زغم او حوصلې هنر زده کړي او يو بل وزغمي، نو په کور کې به اختلافات او مشکلات نه رامنځته کيږي.

دولسم: که خفګان رامنځته شو ژر يې له منځه يوسئ!

په ورځني ژوند کې حتماً دا ممکنه ده چې يوه ورځ د ښځې او خاوند ترمنځ خفګان او پريشاني رامنځته شي، تېزه او سخته خبره رامنځته کيږي؛ خو ښه خبره داده چې دغه خفګان او پريشاني بايد زرترزره ختم کړل شي، تر زیات وخت پورې پاتې نشي چې له دې سره د ښځې او خاوند له يو بل څخه زړه بديږي او بيا اوږد خفګان رامنځته کيږي ديارلسم: يو بل احساس کړئ!

ښځه او خاوند د ګډ ژوند مهمه جوړه ده او د ژوند ملګري دي، د دوی ترمنځ د محبت او اړيکو تقاضا داده چې په يو بل رحم وکړي يو بل احساس کړي، احساس او د يو بل فکر کول د دوستۍ او رشتو د ټينګښت سبب ګرځي، له يو بل څخه بې احساسه او بې پروا کېدل ستونزې رامنځته کوي او د يو بل احساس دغه دوستي او رشته پياوړې کوي، د احساس د نه شتون له امله ناممکنه ده چې د دواړو ترمنځ محبت رامنځته شي.

څوارلسم: نامحرمو او پرديو سره اړيکې پريږدئ!

د خپلوۍ او رشتو د ماتېدو اساسي لامل دادی چې د ژوند دغه ګډه جوړه ددې پر ي. ځای چې خپلو کې سره وپالي، له نورو سره اړيکې ساتي، ځينې سړي له واده وروسته هم د نورو ښځو په فکر کې وي او يا ورسره اړيکې لري، همدا راز له خپلې ښځې سره يې مينه او رغبت کميږي او هغه هم له نورو سره د اړيکو او ملګرتيا د پاللو هڅه کوي، نو هر کله چې خاوند او ښځه له يو بل سره وفا نه کوي نو ناممکنه ده چې هغوی دې بيا له يو بل سره ښه کورنۍ او د وفا ژوند ولري.

په پای کې دعا کوو چې الله (ج) دې د ټولو مسلمانانو کورنۍ رشتې، سوله ييزې، پاکې او له خوښيو ډکې واوسي، که چېرته په پورتنيو خبرو عمل وشي، شونې ده چې ډېر کورني جنجالونه او مشکلات به حل شی

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
76 viewsعبدالمنان حقانـې, 03:56
باز کردن / نظر دهید
2021-10-17 06:56:24 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
ـ


هیله ده وي لولۍ

هرڅوک غواړي چې خپل کورنی ژوند دې خوشاله او له نيکمرغيو ډک وي او هيڅ ډول مشکلات دې ونه لري، که څه هم بدبختانه زموږ په ټولنه کې کورني مشکلات او له ښځو سره ناوړه چلند زيات او حتی په ځينو سيمو کې خو خلک خپلې ښځې ته د يوې وينځې په حيث هم نه ګوري چې همدا او دې ته ورته نور ډېر مشکلات وي چې له امله يې په کورنيو کې جنجالونه او مشکلات رامنځته کيږي او بيا دغه دوستي په دښمنۍ اوړي او خوشاله ژوند په پريشانۍ او خفګان بدليږي، راځئ په لاندې څو لارښوونو ځان پوه او عمل وکړو ترڅو مو په ګډ ژوند کې ښه تغيرات او خوشالي رامنځته شي او د ښځې- خاوند او کورنۍ ترمنځ اړيکې ښې او دوستانه پاتې شي.

لومړی: «ښه» دغه کلمه مه هيروئ!

دغه پورته کوچنۍ کلمه په ډېرو زړونو ښه اغيز کوي، په ځانګړې توګه د خاوند په زړه باندې ښه اغيز لرلای شي.
«نه» کلمه چې د ښه متضاد کلمه ده هر وخت د جنګ، جګړې او مشکلاتو رامنځته کوونکې او د فساد زېږوونکې کلمه ده، نو هر کله چې د «ښه» کلمه په کوم کور کې زياته کاريږي؛ نو په هغه کور کې د امن او سولې چاپيريال قايم وي.

دوهم: د غوسې پرمهال خاموش اوسئ!

طبعي خبره ده چې انسان د ډيرو خواصو درلودونکی دی چې د هغې له جملې څخه يې يوه غوسه هم ده، لومړۍ خو ښځې ته بويه چې خپله غوسه کنټرول وساتي او له خپل خاوند سره په ښه لهجه او ارامۍ خبرې وکړي؛ خو که چېرته غوسه رامنځته شوه نو بيا بايد خاوند زغم وکړي، خاموشه واوسي، کله چې يې د ميرمن غوسه ختمه شوه بیا ورته توصيه وکړي او د ستونزې په حل ورسره خبره وکړي، نو جنجال به نه رامنځته کيږي.

دريم: خوږه ژبه او ښه الفاظ وکاروئ!

هره ښځه او خاوند له يو بل څخه د مينې، محبت او الفت د خبرو توقع لري او دواړه لوري غواړي چې له يو بل سره د مينې او محبت په فضاء کې ژوند وکړي، موږ وينو چې د مينې محبت او الفت ژبه په ډېرو سختو او کينه ګرو زړونو هم تاثير کوي او هغه د ځان په لوري راماتوي، خو دغه مينه او محبت هغه وخت په تاوتريخوالي او لانجو بدله شي چې يو له دواړو څخه د محبت او مينې پولې ونړوي او خوږه لهجه په ترخه بدله کړي، نو له نرمو او له مينې ډکو خبرو سره د کور فضاء سوله ييزه پاتې کيږي چې بايد په همدې ټينګار وشي.

څلورم: بښنه وغواړئ، بيا داسې مه کوئ!

هيڅ انسان له غلطۍ څخه بچ نه دی، له هر چا نه غلطي کيږي، خو له غلطۍ کولو نه وروسته بښنه وغواړئ، دا غلطي او زياتی که له خاوند څخه وشي او که له ښځې څخه بايد له يو بل څخه بښنه وغواړي او په راتلونکې کې دې له داسې څه کولو څخه ډډه وکړي چې د خفګان لامل کيږي، که چېرې ښځه او خاوند د دوستانو په څېر له يو بل نه بښنه وغواړي نو د کور چاپيريال به هميشه امن او خوښ وي.

پنځم: خپلې غوسې وزغمئ!

غوسه هر وخت په حماقت پیل کيږي او په پښېمانۍ او ندامت پای ته رسيږي، هر کله چې څوک غوسه وکړي، بيا ورباندې پښيمان وي، خو وروسته پښيماني بيا کومه ګټه نه رسوي او بيا غوسې ډېر مشکلات رامنځته کړي وي، نو ښه خبره داده چې خپله غوسه په پيل کې کنټرول شي ترڅو جنجال رامنځته نشي.

شپږم: په هر حالت د شکر ويستلو عادت خپل کړئ!

ناشکري انسان د الله (ج) د نافرمانۍ او عذاب لوري ته بيايي او د انسان سکون او اطمينان له منځه وړي، که د خوړلو له پاره هرڅه په کور کې ولرئ قناعت پرې وکړئ او د الله (ج) شکر پرې اداء کړئ، ځکه چې داسې فکر وکړئ، کوم خواړه چې تاسو ته الله (ج) درکړي دي ډېرو نورو خلکو ته يې نه دي ورکړي، ډير خلک يوازې وچه ډوډۍ هم پوره نه لري، د ناشکرۍ له امله موږ ګورو چې د ډيرو خلکو ښه ژوند او ښه شتمني او کاروبار له منځه تللی دی.

اووم: کله که خاوند په غوسه و ښځه بايد ځواب ورنکړي!

که کومه ښځه غواړي چې د کور ماحول يې ښه وي او جنجال يې په کور کې نه وي؛ نو هغې ته په کار دي چې د خاوند د غوسې په حالت کې دې له خپل خاوند سره ځواب نه وايي او خاموشي دې اختيار کړي، چې کله بيا د خاوند غوسه سړه شوه نو ښځه دې ورته خپله غلطي او تيروتنه ورپه ګوته کړي، همدا راز که چيرته ناڅاپه خاوند خپله ښځه د غوسې په حالت کې وليدله نو هغه هم بايد له زغم څخه کار واخلي چې په دې کې د پوهانو په وينا حکمت دی، خو که سړي هم په دې حالت کې غبرګون وښود نو جنجال رامنځته کيږي.

اتم: د يو بل د خپلوانو رازونه مه افشاء کوئ!

ښځه او خاوند بايد د يو بل د خپلو نژدې خپلوانو او کورنۍ رازونه افشاء نه کړي، ځکه چې دا طبعي خبره ده چې د خپلو خپلوانو په بدۍ بيانولو انسان خفه کيږي، چې له دې سره هم کورني مشکلات رامنځته کيږي او د يو بل د خفګان سبب ګرځي، نو په کور کې بايد د دا ډول ستونزو مخه خپله ښځه او خاوند ونيسي.

نهم: ديو بل قدر او عزت وکړئ!

قدر او عزت هغه څه دي چې له امله يې نفرت په محبت بدليږي او دښمنان هم د انسان دوستان کيږي، له عزت او احترم
89 viewsعبدالمنان حقانـې, 03:56
باز کردن / نظر دهید
2021-10-12 20:53:41 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ

په دې کي هيڅ شک نسته چي ټول اذکار او تسبیحات، تحلیل او تکبیر د الله تعالی ذکر او یاد بلل کیږي، او په دغو ټولو اذکارو سره د مسلمان د آخرت درجې لوړيږي، ګناهونه یې په رژول کیږي، د دنیا ستونزي او غمونه یې په لیري کیږي، د دغو تسبیحاتو ویل د دغه خپل لوړ مقام په سبب د هر مسلمان څخه غوښتل کیږي خو ویل یې فرض نه دي بلکي درجې او ثوابونه لري؛ خو یوازنی ذکر، هغه چي په یوه شپه او ورځ کي، الله تعالی پر هر عاقل او بالغ مسلمان پنځه ځله فرض کړی دی، هغه لمونځ دی، لمونځ هم ذکر دی او الله تعالی په ډېرو ایاتونو کي لمونځ د ذکر په نوم سره یاد کړی دی، نو دغه لمونځ چي موږ یې هره ورځ پنځه ځله اداء کوو، چشي دی او د څه لپاره دی؟!

دلته به د لمانځه ځیني دُنیوي او ځیني اُخروي ګټي ولیکم:

_ لمونځ د شیطان د چلونو او خطایستلو څخه خلاصون دی.
_ لمونځ د الهي رحمتونو نازلېدل دي.
_ لمونځ د جنتي حورو مهر یا ولور دی.
_ لمونځ د رزق پراخوونکی دی.
_ لمونځ د روغتیا ساتونکی او د ناروغیو لیري کوونکی دی.
_ لمونځ زړه ته قوت ور کوونکی دی.
_ لمونځ د هر نعمت بنسټ او اساس دی.
_ لمونځ د مال لپاره برکت دی.
_ لمونځ په مخ کي نور پیدا کوي.
_ لمونځ زړه خوشحاله کوي.
_ لمونځ ټمبلي او کهالي لیري کوي.
_ لمونځ سینه پراخه کوي.
_ لمونځ د الله تعالی رضا ده.
_ لمونځ د اخرت توښه ده.
_ لمونځ د مسلمان معراج دی.
_ لمونځ د جنت کیلي ده.
_ لمونځ د انبیاء علیهم السلام خوی او سیرت دی.
_ لمونځ د مسلمان د مخ او چهرې نور دی.
_ لمونځ د پُل صراط د تېرېدلو لپاره اجازه او روښنایي ده.
_ لمونځ د قبر ملګری دی.
_ لمونځ د قیامت د ورځي لومړنۍ پوښتنه ده.
_ لمونځ د قیامت د تودې ورځي لپاره سایه ده.
_ لمونځ ستا او د ملک الموت تر منځ شفاعت کوونکی دی.
_ لمونځ د ګناهونو کفاره او پټوونکی دی.
_ لمونځ کوونکی د ملائکو خوښ دی.
_ لمونځ د الله تعالی یاد او ذکر دی.
_ لمونځ طاعت او عبادت دی.
_ لمونځ د قران مجید تلاوت دی.
_ لمونځ د خپل رب عزوجل سره مناجات دی.
_ لمونځ د الله تعالی په حضور کي درېدل دي.
_ لمونځ، رب العزت ته خشوع او عاجزي کول دي.
_ لمونځ د خپل رب د امر پر ځای کول دي.
_ لمونځ د ښو اخلاقو ساتنه ده.
_ لمونځ د بدو اعمالو څخه د روح پاکي ده.
_ لمونځ د دوږخ له اوره د خلاصون لار ده.
_ لمونځ د روح غذا ده.
_ لمونځ د زړه روښانه کوونکی دی.
_ لمونځ د موجودو نعمتونو ساتونکی دی.
_ لمونځ برکت راوړونکی دی.
_ لمونځ د شیطان شړونکی دی.
_ لمونځ رحمن ته نژدې کوونکی دی.

نو کم څوک چي لمونځ نه کوي، هغه ددې ټولو نعمتونو څخه بې برخي دی. الهي! ما او زما کورنۍ او ټول مسلمانان د لمانځه کوونکو څخه وګرځوې.
ږغیزه وینا: مولوي عنایت الله علمي صاحب
کتبي: احمدجنید مبارز

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
182 viewsعبدالمنان حقانـې, 17:53
باز کردن / نظر دهید
2021-10-12 20:53:26 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ


*رښـتني_مرغلري*

*عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , يَقُولُ: " اكْفُلُوا لِي بِسِتٍ أَكْفُلْ لَكُمْ بِالْجَنَّةِ: إِذَا حَدَّثَ أَحَدُكُمْ فَلا يَكْذِبْ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ فَلا يَخُنْ، وَإِذَا وَعَدَ فَلا يُخْلِفْ، غُضُّوا أَبْصَارَكُمْ، وَكُفُّوا أَيْدِيَكُمْ، وَاحْفَظُوا فُرُوجَكُمْ "*
(رواه:المعجم الکبیر للطبراني،ج:۸،ص:۲۶۲).

د حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی؛
چي ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه واورېدل، چي پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:
تاسو ما ته د شپږو شیانو ضمانت راکړئ، زه به تاسو ته د جنت ضمانت درکړم.

①⇜کله چي خبرئ کوئ، درواغ به نه وایاست.
②⇜کله چي امانت درته کېښودل سو، نو خیانت به نه پکښې کوئ.
③کله چي وعده وکړئ، نو وعده خلافي مه کوئ.
④⇜خپلي سترګي کښته کړئ.
⑤⇜خپل لاسونه بند کړئ.
⑥⇜د خپلو شرمګاه ساتنه کوئ.

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
176 viewsعبدالمنان حقانـې, 17:53
باز کردن / نظر دهید
2021-10-12 20:53:02 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ


د حـــــــیا اهـــــــمیت


عرب کوچي عمر رضي الله عنه ته راغی، ورته ویې ویل:
دین راوښیه!
هغه ورته وویل:
شاهدې ووایه چې له الله پرته بل د عبادت وړ معبود نشته او محمد د الله رسول دی، لمونځ کوه، زکات پرې کوه، روژه نیسه، د بیت الله حج کوه او د شرم له هر کاره ځان ساته.

کوچي ورته وویل:
اخرت کې چې الله سره ووینم، ورته وایم به، عمر په دې امر راته کړی و؟ عمر ورته وویل: په دې عمل وکړه، الله سره چې مخامخ شې، څه چې دې زړه یي هغه ورته ووایه.

جاء أعرابي إلى عمر فقال: علمني الدين، قال:
«تشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول ﷲ، وتقيم الصلاة، وتؤتي الزكاة، وتصوم رمضان، وتحج البيت، وإياك وكل شيء تستحي منه، قال: فإذا لقيتُ الله قلتُ: أمرني بهذا عمر؟ فقال: خذ بهذا فإذا لقيت ﷲ فقل ما بدا لك. المستدرك للحاكم (١٦٧)

له کیسې د عرب کوچي صراحت او پر الله تعالی او اخرت د ایمان قوت ښه معلومیږي او دا چې حیا دومره مهمه ده چې د اسلام د پینځو بناګانو په کتار کې راغلې ده.
(وإياك وكل شيء تستحي منه).

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
167 viewsعبدالمنان حقانـې, 17:53
باز کردن / نظر دهید
2021-10-12 20:52:47 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ


ځیني غلط فکرونه:
ــــــــــ
1 – ځيني خلګ داسي فکر لري چي د وطنونو خلګ ډېر ساده ګان دي او په دوی کي ناپوهي بيخي ډېره ده. خو زه وايم داسي خبره عمومي کول ډېره غلطه ده ځکه چي په وطنونو کي ډېر تکړه او په ژبه پوه خلګ سته ددا شلو کلونو مبارزې په سر کي د وطنونو خلګو قرار درلودی او تر ټولو ډېره قرباني د وطنونو خلګو ورکړېده.
2 – ځيني خلګ داسي فکر لري چي د ښار خلګ ډېر خراب خلګ دي او عقيده يې سمه نده. خو زه وايم داسي خبره عمومي کول ډېره غلطه او بې ځايه ده ځکه په ښارونو کي ډېر ښه خلګ وه او هم سته، همدغه د ښارونو خلګ وه چي چريکي مجاهدينو ته يې ځای ورکوی، مجاهدينو ته يې مرستي استولې، دیني مدرسې یې تمویلولې او په ښارونو کي د ننه يې فکري او فرهنګي مبارزين سمبالوله.
3 – ځيني خلګ د ښارونو ملايان بد بولي او نيوکه پرې کوي خو زه وايم دا خبره په عموم کي ډېره غلطه ده او د سالم عقل د چوکاټ څخه وتلې ده ځکه همدغه د ښارونو ملايان وه چي ديني مدرسې يې جوړي کړې چي په جهادي بهير کي د هري مدرسې په لسهاوو شاګردان شهيدان سويدي، همدغه د ښارونو ملايان وه چي د ديموکراسۍ او منفي آزادۍ سره يې مبارزه کوله چي ډېرو مبارزو علماو د تېري ګوډاګۍ ادارې بند، شکنجه او آزارونه ګاللي دي، همدغه د ښارونو ملايان وه چي د جهاد او مجاهدينو لپاره يې د خلګو ذهنيتونه سمول او د مجاهديو سره يې د ولس مرستي کولو ته زمينه برابرول، همدغه د ښارونو ملايان وه چي د خلګو پر فکرونو يې دعوتي کار کوي او د فکري او سياسي انحراف مخه يې نيوله او تر ډېره بريده الحمدلله په ښارونو کي ديني شعائر او اسلامي فکر د همدغه علماو په هڅو ژوندي پاته سوه او همدغه د ښارونو ملايان وه چي د بمباريو، چاپو او ظلمونو پر ضد يې د حکومت په ساحه کي آوازونه پورته کول او د ولس د ويښتوب لپاره يې اعتراضيه غونډي يې جوړولې.
زه وايم: ښه او بد په ښار او کلي پوري اړه نلري، په هر ځای کي هم ښه او هم بد خلګ سته، په هرځای کي هم ښه او هم بد کارونه کيږي چي ښه خلګ او ښه کارونه د ستايني، بد خلګ او بد کارونه د غندني وړ دي.
موږ بايد په خپل هيواد کي د وطن او ښار په نامه توپيرونه او تبعيضونه ژوندي نکړو د وطن هرځای زموږ کور او هر هيوادوال زموږ ورور دی هرچا ته بايد د ځان حيثيت ورکړو او د ځان په سترګه ورته وګورو.
مولوي نورالحق مظهري

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
165 viewsعبدالمنان حقانـې, 17:52
باز کردن / نظر دهید
2021-10-12 20:52:30 عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ

د جهنم ( دوزخ ) په اړه معلومات !

* خدای ﷻ دي ټول مسلمانان ترې په امان لري .

۱ - د دوزخ د اور توروالی د توری شپی په شان دی .
الترغیب والترهیب !

۲ - د دوزخ د دیوالونو پلنوالي د ( ۴۰ ) کلونو د تللو مزل په اندازه دی . ترمذی .

۳ - دوزخ ( ۷ ) دروازي لري . سورة الحجر .

۴ - د دوزخ د اور حرارت او ګرموالی ( ۷۰ ) درجي د دنیا له اور څخه زیات دی . مشکوة شریف .

۵ - د دوزخ د سوځلو مواد انسانان او تیږی دي .
سورة البقره .

۶ - دوزخ ( ۷ ) طبقی دی . سورة الحجر .

۷ - د دوزخ څوکیداران ( ۱۹ ) ملائیکی دی .
سورة المدثر .

۸ - د دوزخ لړمان د دنیا د اوښانو په اندازه غټ دی .
سنن احمد .

۹ - د دوزخ دمار اوږدوالی د ( ۴۰ ) شپو او ورځو د مزل په اندازه دی . سنن احمد .

۱۰ - د دوزخ نهرونه د ( نهر الغوطه ،طینة الخبال ) په نامه یادیږی . مشکوة شریف .

۱۱- د دوزخ غر د ( صعود ) په نامه دی . ترمذي .

۱۲- د دوزخ جامی دقطران په نامه دي .
سورة ابراهیم .

۱۳ - د دوزخ اوبه د ( ماء صدید ، مهل او حمیم ) په نامه يادیږی . سورة محمد او کهف .

۱۴ - د دوزخ خوراک د زقوم او غیلین په نامه دی .
سورة دُخان .

۱۵ - د دوزخ آواز د ( هل من مزید ) په نامه ده .
یعنی ... آیاشته نور ګناهګاران چه راویی غورځوۍ ؟
سورة ق .

۱۶ - د دوزخ کنده د ( ویل ) یعنی هلاکت په نامه ده .
ترمذی .

۱۷ - د دوزخ محبس د ( بولس ) په نامه ده .
ترمذی .

۱۸ - د دوزخ څوکیداران د مالک او خازن په نامه دی .
سورة مومن .

۱۹ - د دوزخ ناو د ( هب هب په نامه ده ) .
طبرانی او حاکم .

۲۰ - د دوزخ ساه دوه ځلی ده یعنی یو ځلی په سخته یخنئ موسم کی او بل ځلی په سخته ګرمئ موسم کی . متفق علیه .

۲۱ - په دوزخ کی مرګ نه راځی او عذاب به ورته هم نه کمیږی . سورة فاطر .

۲۲ - د دوزخ د عذاب اندازه دومره لویه ده چی دوزخی به دوزخ ته د ننوتلو سره ددنیا تول لذتونه هیرکړی .
مشکوة شریف .

۲۳ - د دوزخ د ګورز ( ولهم مقامع من حدید ) وزن دومره ډیر دی چی د دنیا ټول انسانان او پیریان به هغه پورته نشی کړی . مسند احمد .

۲۴ - د دوزخ د ځنځیر اوږدوالی د ( ۴۰ ) کلنو د مزل په اندازه دی . ترمذی .

۲۵ - دوزخ ته د تلونکو کسانو شمیر په هرو ( ۱۰۰۰ ) تنو کی ( ۹۹۹ ) تنه دی او پاتی یو کس به جنت ته ځی .
متق علیه .

۲۶ - د دوزخی يو غاښ به د احد د غره په څیر غټ وی . مشکوة شریف .

۲۷ - د دوزخی چیغی او نعری به د زحیر او شهیق
( دخر د اول او آخیر آواز ) په ځیر وی .
سورة هود .

۲۸ - د دوزخی اوښکی به د هغی په مخ ویالی جوړی کړی .

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉
210 viewsعبدالمنان حقانـې, 17:52
باز کردن / نظر دهید